ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان چارواکو د طالبانو له لوري د امنيتي پوستو د نيولو ادعا رد کړه

د جوزجان چارواکو د طالبانو له لوري د امنيتي پوستو د نيولو ادعا رد کړه

author avatar
4 Oct 2016 - 13:13
د جوزجان چارواکو د طالبانو له لوري د امنيتي پوستو د نيولو ادعا رد کړه
author avatar
4 Oct 2016 - 13:13

شبرغان (پژواک، ١٣ تله ٩٥): د جوزجان امنيتي چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په قوش تپې ولسوالۍ کې تاکتيکي شا تګ کړى، خو طالبان ادعا کوي چې په دې ولسوالۍ کې يې څو امنيتي پوستې لاسته ورغلې او پنځه سيمه ييز پوليس يې نيولي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې کسانو يې تېره شپه د جوزجان ولايت د قوش تپې ولسوالۍ پر شيربېک کلي کې درې امنيتي پوستې نيولې دي.

هغه همدارنګه ادعا وکړه چې پنځه سيمه ييز پوليس هم نيول شوي، يو شمېر نورو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر څنګ يې ١٣ ميله وسلې هم طالبانو نيولي دي.

خو د جوزجان امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل چې سيمه ييزو پوليسو له يوې امنيتي پوستې نه چې له ٢٥ ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو له خوا کلابنده وه، تاکتيکي شا تګ کړى او د پوستې ټول ١٣ پوليس خوندي ځاى ته لېږدول شوي دي.

دغه امنیتي چارواکي پخلى وکړ چې پنځه سيمه ييز پوليس طالبانو ته تسليم شوي دي.

بلخوا د حاجي اسدالله په نوم يوه ځايي اوسېدونکي پژواک ته وويل چې طالبانو د قوش تپې په شيربېک سيمه کې يوه امنيتي پوسته له ٢٥ ورځې کلابندۍ وروسته نيولې ده.

د هغه په خبره، په پوسته کې درې سيمه ييز پوليس وو چې دوه يې تښتېدلي او يو يې هم د ځايي مشرانو په منځګړيتوب يوه روغتيايي مرکز ته لېږدول شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.