جلال اباد (پژواک، ۱۴ تله ۹۵): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او چپرهار ولسوالۍ کې د سړک غاړو ماين چاودنو له امله ۱۰ ماشومان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل چې د جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند د بي بي حوا لېسې ته څېرمه د ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کړې ده.
هغه زياته کړه چې د يادې چاودنې له امله ۸ ماشومان چې ۷ يې نجونې دي، ټپيان شوي دي.
د جلال اباد ښار د حوزوي روغتون رييس ډاکټر احسان الله شينواري هم تاييد کړه چې د پېښې له ځايه ورته ۸ ماشومان په ټپي حالت کې ور وړل شوی چې ۶ يې تر لومړنۍ درملنې وروسته بېرته له روغتونه رخصت شوي دي.
بلخوا د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ کې هم د يو ماين چاودنې ۲ ماشومان ټپیان کړي دي.
د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي وويل چې چاودنه د دې ولسوالۍ په بازار کې په يوه دوکان کې د وسله والو له لوري د ځای پر ځای شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.
بلخوا تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دغو چاودنو مسووليت پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن