ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د ځانمرګي بريد له امله ٢٠ کسان ټپيان شوي

کابل ښار کې د ځانمرګي بريد له امله ٢٠ کسان ټپيان شوي

author avatar
5 Oct 2016 - 17:03
کابل ښار کې د ځانمرګي بريد له امله ٢٠ کسان ټپيان شوي
author avatar
5 Oct 2016 - 17:03

 دريم تعقيب-کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٥): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په کابل کې د ځانمرګي بريد په پايله کې  ٢٠ تنه ټپيان روغتونونو ته راوړل شوي دي.

دغه بريد نن مازديګر پنځه بجې، د اوومې حوزې اړونده سيمه د دارالامان سړک په اوږدو کې   شوى دى.

 د عامې روغتيا وزارت د اړيکو مشر اسماعيل کاووسي، د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده  چې په يادو ټپيانو کې دوه ښځې هم شاملې دي.

 بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي چې ياد بريد د کانونو او پټروليم وزارت پر کارکوونکو ترسره شوى دى.

 د يادې پېښې عيني شاهدانو پژواک ته ويلي، چې د دولتي کارکوونکو ياد کاسټر موټر، د حبيبيې ليسې په اړونده سيمه د کابل-دوبۍ هوټل مخې ته د يوه ځانمرګي له لوري چې پر درې ټېره زرنج کې سپور و، موخه ګرځېدلى دى.

 د عيني شاهدانو په وينا، د پېښې ټپيان د امبولانسونو په وسيله روغتونونو ته لېږدول شوي چې د پېښې ځاى د امنيتي ځواکونو له لوري بند شوى او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

 دغه راز ويل شوي  چې په ياد بريد کې کاسټر موټر هم يو څه خراب شوى دى.

 تر اوسه پورې کومې ډلې د ياد بريد مسووليت  نه دى منلى .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.