واشنګټن (پژواک، ١٤ تله ٩٥): د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د بروکسل کنفرانس په څنډه کې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله سره ليدلي دي.
د ٧٠ هېوادونو او ٢٠ نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون د افغانستان په اړه د بروکسل نړيوال کنفرانس پيل شو او نن ورځ یې د مرستو د ژمنو لپاره ځانګړې شوې ده.
په واشنګټن کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو ليدنو کې د دواړو هېوادونو پر مهمو سياسي، اقتصادي او امنيتي موضوعاتو خبرې وشوې.
دغه راز سرچينې زياته کړې چې افغان مشرانو جان کيري ته د ملي يووالي حکومت د وروستيو پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير افغان مشرانو ته په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د هر ډول دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړ او ويې ويل، نړيواله ټولنه او امريکا به د افغان ملي ځواکونو پياوړتيا، پرمختګ او تجهيز ته دوام ورکوي.
دغه راز جان کيري د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې څخه يو ځل بيا خپل ملاتړ اعلان کړ .
هغه په ډاګه کړه چې افغان حکومت بايد د فساد پر ضد مبارزې ته ادامه ورکړي، د امنيت د ټينګولو لپاره هلې ځلې وکړي او ترلاسه شوې لاسته راوړنې وساتي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن