جلال اباد ( پژواک، ۱۴ تله ۹۵):د ننګرهار اړوند د تورخم ـ جلال اباد پر لویه لاره ترافيکي پېښې له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن مازيګر په نږدې څلورو بجو د روداتو ولسوالۍ اړوند په سرخ دېوال سیمه کې رامنځته شوې، چې له امله يې یو ماشوم او مېرمن مړه شوي او د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه ټپیان دي .
ده زياته کړه، دغه پېښه د سراچې او ټېلر ډول موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د پېښې لامل د موټر چلوونکو ګړندۍ تګ په ګوته شوی دى .
دى وايي، د یادې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیایي حالت یې نازک ښودل شوی دی .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن