ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې ٣٠ سيمه ييز پوليس له طالبانو سره يو ځاى شول

په جوزجان کې ٣٠ سيمه ييز پوليس له طالبانو سره يو ځاى شول

author avatar
5 Oct 2016 - 16:17
په جوزجان کې ٣٠ سيمه ييز پوليس له طالبانو سره يو ځاى شول
author avatar
5 Oct 2016 - 16:17

شبرغان (پژواک، ١٤ تله ٩٥): د جوزجان چارواکو منلې چې نږدې ٣٠ سيمه ييز پوليس په قوش تپه ولسوالۍ کې وروسته له هغه ‌طالبانو ته اوښتي چې ولايتي امنيتي چارواکو يې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړ.

د جوزجان ولايتي شورا غړي حليمې صدف وويل، وروسته له هغه چې د دغو ځواکونو په ځانګړي ډول د پوځي مرستې مکررې غوښتنې ته مثبت ځواب ونه ويل شو، دوى اړ شول چې نن له طالبانو سره يو ځاى شي.

هغه زياته کړه چې دغه ځواکونه له ٢٥ ورځو راهيسې د طالبانو له لوري کلابند وو او په بيا بيا يې له امنيتي بنسټونو او د جوزجان له ځايي ادارې د مرستې او عملياتو غوښتنې کړې وه، خو غوښتنې ته يې مثبت ځواب ونه ويل شو.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني، د يادو سيمه ييزو پوليسو د تسليمۍ پخلى وکړ، خو ویې ويل: ((د سيمه ييزو پوليسو قوماندان، ابراهيم له دوى سره اړيکه نيولې او ويلي يې وو چې که چېرته اړينه پوځي مرسته ور ونه رسېږي، نو د خپلو افرادو سره به وسله والو مخالفينو ته تسليم شي.))

ترکستاني د قوش تپې ولسوالۍ په شيربېک سيمه کې د سيمه ييو پوليسو د پوستو د سقوط پخلى وکړ او ویې ويل چې قوماندان ابراهيم له طالبانو سره اړيکه نيولې او ويلې يې دي چې غواړي له هغوى سره يو ځاى شي، خو تر اوسه نه دى تسليم شوى او دغه ستونزه به د نن ورځې تر پايه حل شي.

د چقمه چقور کلي يوه اوسېدونکي عبدالغفار وويل چې دغه قوماندان له خپلو کسانو سره نن سهار خپلې پوستې طالبانو ته تسليم کړې او اوسمهال د چقمه چقور کلي بازار په بشپړ ډول د طالبانو لاسته ورغلى دى.

هغه په ډاګه کړه چې قوماندان ابراهيم د بازار په ختيځه او لوېديځه برخه کې امنيتي پوستې درلودې چې ټولې يې طالبانو ته سپارلې او اوسمهال طالبان په سيمه کې په تحکيماتي تدابيرو بوخت دي.

په ورته وخت کې طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې قوماندان ابراهيم نن سهار شاوخوا ٣:٠٠ بجې له خپلو کسانو سره له طالبانو سره يو ځاى شوى دى.

هغه په يوه پيغام کې ويلي چې دغه قوماندان له ځان سره درې ميله کلاشينکوفونه، څلور ميله پيکا، لس مخابرې، يو رينجر موټر، ٢٠ موټرسايکلونه، شل زره د کلاشينکوف مرمۍ، درې مهمې پوستې د چقمه چقور کلي په بازار کې طالبانو ته تسليم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د سيمه ييزو پوليس يوه پنځه کسيزه ډله د يادې ولسوالۍ په شيربيک کلي کې طالبانو ته تسليم شوې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.