دريم تعقيب-کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٥): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په کابل کې د ځانمرګي بريد په پايله کې ٢٠ تنه ټپيان روغتونونو ته راوړل شوي دي.
دغه بريد نن مازديګر پنځه بجې، د اوومې حوزې اړونده سيمه د دارالامان سړک په اوږدو کې شوى دى.
د عامې روغتيا وزارت د اړيکو مشر اسماعيل کاووسي، د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده چې په يادو ټپيانو کې دوه ښځې هم شاملې دي.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي چې ياد بريد د کانونو او پټروليم وزارت پر کارکوونکو ترسره شوى دى.
د يادې پېښې عيني شاهدانو پژواک ته ويلي، چې د دولتي کارکوونکو ياد کاسټر موټر، د حبيبيې ليسې په اړونده سيمه د کابل-دوبۍ هوټل مخې ته د يوه ځانمرګي له لوري چې پر درې ټېره زرنج کې سپور و، موخه ګرځېدلى دى.
د عيني شاهدانو په وينا، د پېښې ټپيان د امبولانسونو په وسيله روغتونونو ته لېږدول شوي چې د پېښې ځاى د امنيتي ځواکونو له لوري بند شوى او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
دغه راز ويل شوي چې په ياد بريد کې کاسټر موټر هم يو څه خراب شوى دى.
تر اوسه پورې کومې ډلې د ياد بريد مسووليت نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن