ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار چارواکو د وسله والو د ځپلو لپاره د هوايي ځواک مرسته غوښتې

د ننګرهار چارواکو د وسله والو د ځپلو لپاره د هوايي ځواک مرسته غوښتې

author avatar
6 Oct 2016 - 16:09
د ننګرهار چارواکو د وسله والو د ځپلو لپاره د هوايي ځواک مرسته غوښتې
author avatar
6 Oct 2016 - 16:09

جلال اباد (پژواک، ۱۵ تله ۹۵): د ننګرهار چارواکو د ملي دفاع وزارت له رهبرۍ غوښتنه کړې چې په دغه ولايت کې د داعش او نورو وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه هوايي بريدونه ډېر کړي.

د ننګرهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له لوري د تلې په ۱۵مه پژواک اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، محمدحنيف ګرديوال چې نن يې د ۲۰۱ سېلاب په قول اردو کې د له لوی درستيز سره د ژمنيو عملياتو د پيلېدو په موخه ويډيويي کنفرانس درلود غوښتنه يې وکړه چې د داعش او مخالفينو ځپلو په موخه دې هوايي بريدونه زيات شي؛ خو د ملکي وګړو ژوند ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

خبرپاڼه زياتوي چې د کنفرانس په ترڅ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان محمد زمان وزيري لوړ پوړو مشرانو ته د يادې قول اردو له خوا جوړ شوی ژمنی امنيتي پلان شريک کړ چې په کې د يو شمېر تدابيرو نيولو تر څنګ وړانديزونه هم وشول.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې چې د ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال د خپلو خبرو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت له لوی درستيز څخه غوښتنه وکړه چې په ننګرهار کې د وسله والو مخالفينو ځپلو په موخه خپلو هوايي بريدونو ته دوام ورکړي خو نوموړي ټينګار وکړ چې د هوايي بريدونو پر مهال دې د ملکي وګړو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وشي.

ګرديوال د داعش ځپلو په موخه د جمهور رييس د حکم د ښه تطبيق غوښتنه وکړه.

نوموړي دغه راز د کابل- جلال اباد لويې لارې د امنيتي وضعيت ته ځانګړې پاملرنې وړاندیز هم وکړ.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د ننګرهار د ملي امنيت رييس بريد جنرال دادمحمد حریفي د خپلو خبرو پر مهال جوړ شوی ژمنی امنيتي پلان تاييد کړ او ډاډ يې څرګند کړ که له مرکز څخه د دغه پلان په تطبيق کې همکاري وشي نو ګڼ شمېر مخالفين به له منځه يوسي.

خبرپاڼې زياته شوې چې لوی درستیز قدم شاه شهیم ډاډ ورکړ چې يو شمېر موضوعات او ستونزې پر وخت ورسره شريکې شوي او په ګډه به د ستونزو حل لپاره لارې چارې ولټوي.

نوموړي وويل چې په دې وروستيو کې يې ټوله پاملرنه د ژمنيو عملياتو ښه تطبيق په موخه ده او هڅه کوي چې ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.