ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني دوو اوسېدونکو د ترافيکي قانون د اسانه پلي کېدا لپاره سافټوېر جوړ کړی

د غزني دوو اوسېدونکو د ترافيکي قانون د اسانه پلي کېدا لپاره سافټوېر جوړ کړی

author avatar
8 Oct 2016 - 14:16
د غزني دوو اوسېدونکو د ترافيکي قانون د اسانه پلي کېدا لپاره سافټوېر جوړ کړی
author avatar
8 Oct 2016 - 14:16

غزني ښار (پژواک، ۱٧ تله ۹۵): د غزني دوو اوسېدونکو يو سافټوير جوړ کړى چې له مخې يې په اسانۍ سره ترافيکي قوانين پلي کېداى شي او تر ډېره د ترافيکي پېښو مخه هم نيول کېږي.

د غزني دغه اوسېدونکي چې د کابل پوهنتون د کمپوټر ساينس پوهنځې د درېيم تولګي محصلين دي، اغا ملوک او مژده نومېږي.

اغا ملوک وايي چې د مژدې په مرسته يې په تېرو څو مياشتو کې د درک په نوم دغه نوى سافټوېر جوړ کړى دى.

هغه وايي چې د دغه سافټوير په فعالولو سره ترافيک کولى شي په اسانه ترافيکي قوانين پلي کړي او د ترافيکي پېښو مخه ونيسي.

ده وويل: ((ترافيک کولى شي ټول هغه موټر چې دوی سره ثبت دي او رسمي پلېټ لري موټر چلوونکو ته دغه سافټوېر فعال کړي، دغه سافټوېر له انټرنېت پرته هم کار کوي او موټر چلوونکي چې په هر ځاى کې وي، د ترافيکو له سترګو ځان نه شي پټولی.))

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((که کله کوم موټر د کابل- کندهار پر لويه لار ټکر وکړي نو موټر چلوونکي يې په هېڅ ډول ځان نه شي پټولاى؛ ځکه کله چې د موټر پلېټ ترافيک په سيستم کې ورکړي د موټر چلوونکي ټول مشخصات معلومېږي او له مخې يې موټر چلوونکی پيدا کولى شي.))

د سهار په وينا، د دغه سافټوېر له مخې د ترافيکي پېښې پر مهال د موټر سرعت او د موټر چلوونکي ملامتيا هم په ګوته کېداى شي.

اغا ملوک وايي چې دغه سافټوېر يواځې په هوشمند موبايلونو کې فعاله کېداى شي او په مياشت کې بايد يو ځل اپډېټ شي.

ده وويل چې عام هېوادوال هم کولى شي دغه سافتوېر فعاله کړي او د پېښو پر مهال ترافيکو ته خبر ورکړي.

هغه زياته کړه: ((په دغه سافټوېر کې به هر څه محرم وي، پرته له ترافيکو څخه بل کس نه شي کولى د چا د موټر او ځاى په اړه معلومات ترلاسه کړي.))

اغا ملوک سهار وايي چې دغه سافټوېر د امنيت په برخه کې هم مرسته کوي؛ ځکه ټول موټر به له ترافيکو سره ثبت وي او غير قانوني موټر به هېواد ته نه شي ننوتلى.

دغه راز مژدې پژواک ته وويل چې له څلورو مياشتو کار وروسته پر دې وتوانېدل چې دغه سافټوېر جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.