ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلاب قول اردو: په اوو ولایتونو کې مو ۲۰۰۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

سېلاب قول اردو: په اوو ولایتونو کې مو ۲۰۰۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
8 Oct 2016 - 14:54
سېلاب قول اردو: په اوو ولایتونو کې مو ۲۰۰۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
8 Oct 2016 - 14:54

جلال اباد (پژواک، ۱۷ تله ۹۵): د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو چارواکي وايي چې روان لمريز کال په اوږدو کې يې د ۶۸ ځانګړو او ګډو عملياتو په پايله کې ۱۸۹۱ داعش او طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو طالبان دا ادعا ردوي.

د دې قول اردو مرستيال بريد جنرال محمدعلي شجاعي د تلې په ۱۷مه د سېلاب قول اردو په مقر کې د يوې مطبوعاتي غونډې پر مهال وويل چې ياد عمليات د روان کال د تېرو اوو مياشتو په موده کې په ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، پروان ، پنجشېر او کاپيسا ولايتونو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه چې په يادو عملياتو کې ورسره د دفاع وزارت پر کمانډو او هوايي ځواک سربېره ملي، سيمه ييزو او د عامه نظم پوليسو او د ملي امنيت موظفينو هم برخه اخيستې ده.

جنرال شجاعي وړاندې وويل: ((د عملياتو پر مهال د داعش له ډلې مو ۷۶۷ وسله وال وژلي، ۲۴۸ مو ټپيان کړي او ۳۵ تنه مو ژوندي نيولي او دغه راز د طالبانو له ډلې څخه ۳۲۶ وژل شوي، ۵۵۰ ټپيان شوي او ۸۹ مو ژوندي نيولي دي.))

دی دغه راز وايي چې عمليات کوونکو ځواکونو د عملياتو پر مهال ۴۵۰ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه کشف او خنثی کړي، لسګونه ميله وسله يې له وسله والو ترلاسه کړې او د هغوی لسګونه پټنځايونه او د وسلو ډېپوګان يې هم له منځه وړي دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستيال دغه راز د يادو عملياتو پر مهال د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات ورکړل چې له کره شمېرې پرته يې د مرګ ژوبلې اندازه ۷۰ تنه وښوده.

بريد جنرال محمد علي شجاعي وړاندې دا هم وويل چې لا يې هم په بېلابېلو ولايتونو کې د دولت وسله والو مخالفينو پر ضد بېلابېل عمليات دوام لري چې جزئيات به يې وخت په وخت له رسنيو سره شريک شي.

هغه د داعش وسله والو د ځپلو په اړه د تازه پيل شوو (شفق سېلاب) عملياتو په اړه هم وغږېد چې په خبره يې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په اچين، نازیانو، کوټ او هسکې مېنې ولسواليو کې پيل شوي دي.

د جنرال شجاعي په خبره، په يادو تازه عملياتو کې به د داعش وسله واله ډله په هر ځای کې وځپي او دا يادونه يې هم وکړه چې دا ځل به ورسره د عملياتو پر مهال د بهرنيو ځواکونو ملاتړ هم موجود وي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دقول اردو ادعا ردوي او وايي، چې په ياده موده کې په يادو سيمو کې يواځې ٧٠ طالبانو ته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.