جلال اباد (پژواک، ١٧ تله ٩٥): چارواکي ادعا کوي چې په ننګرهار ولايت کې د روانو عملياتو په ترڅ کې د داعش ٢٤ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه نهه بجې د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګجڼي په ساحه کې بهرنيو ځواکونو هوايي بريد کړى دى.
د هغه په وينا، د دغه هوايي بريد په ترڅ کې د داعش ١٥ وسله وال وژل شوي خو ملکي وګړو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
بلخوا په اچين ولسوالۍ کې هم د هوايي بريدونو پر مهال د داعش ۹ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل چې دغه وسله وال تېره ورځ د اچين ولسوالۍ اړوند د باندر په ساحه کې د هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوي دی.
هغه زپاته کړه چې په ترسره شوي بريد کې د وسله والو يوه سراچه موټر هم ویجاړ او له منځه تللی دی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، د ننګرهار چارواکي هره ورځ د داعش د ګڼ شمېر وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي، خو تر اوسه له خپلواکو سرچينو دا ادعاوې نه دې ثابتې شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن