ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ګيرو ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې “

“په ګيرو ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې “

author avatar
9 Oct 2016 - 15:57
“په ګيرو ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې “
author avatar
9 Oct 2016 - 15:57

غزني ښار(پژواک،۱۸تله۹۵): د غزني د ګيرو يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې ګڼ شمېر ملکي کسان وژل شوي دي.

د غزني د ګيرو ولسوالۍ قومي مشر حاجي حميدالله د تلې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوه اونيو راهسې په ګيرو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې تر اوسه له شلو ډيرو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه: (( دواړه لوري درنې وسلې کاروي چې ډيرى وخت د خلکو پر کورونو لګيږي او مرګ ژوبله يې خلکو ته اوړي.))

هغه د بېلګې په توګه وويل چې د پوښانو په سيمه کې د غلام محمد پر کور د هاوان مرمۍ ولګېده چې دوه ماشومان په کې و وژل شول او درې نور ټپيان شول.

دغه راز هغه وويل چې د همدې مرميو د لګېدو له امله په ريګک کلي کې ٨ ښځې ټپيانې شوي او د پني او ښوراب په کليو کې دوه نجونې وژل شوې دي.

ده وويل: (( دا خو څو نمونې وې چې ما تاسو ته وويلې که د جنګ له اولې ورځې يې حساب کړو ډير کسان وژل شوي دي.))

د پني د کلي اوسېدونکي جان محمد هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د همدې جګړې او مرميو له ډاره څوک له کوره بهر نه شي وتلاى.

هغه وويل: ((دا درې ورځې بيرون ته نه يو وتلي، سخته نښته روانه ده دواړه لوري درنې وسلې کارکوي.))

د ده په وينا، وسله والو طالبانو تر اوسه د ګيرو ولسوالۍ ډيرې سيمې له امنيتي ځواکونو څخه نيولې دي.

خو د ګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه بيا پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو ډيرې سيمې له طالبانو څخه نيولې دي.

هغه وايي چې په تېرو څو ورځو کې امنيتي ځواکونو د پام وړ پرمختک کړى او ډير ژر به دغه ولسوالۍ له طالبانو څخه پاکه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.