ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په کارته سخي زيارت بريد وشو

د کابل په کارته سخي زيارت بريد وشو

author avatar
11 Oct 2016 - 20:09
د کابل په کارته سخي زيارت بريد وشو
author avatar
11 Oct 2016 - 20:09

کابل (پژواک ٢٠ تله ٩٥): څو شېبې وړاندې د کابل ښار کارته سخي زيارت د وسله والو له خوا تر بريد لاندې راغلى او په کې چاودنه شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو مشر مل پاسوال ‎همايون عيني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له ماښام وروسته د کارته سخي په زيارت کې چاودنه شوې ده.

ده زياته کړه، سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي رسېدلي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې تراوسه پورې معلومات نشته.

يو بلې امنيتي سرچينې بيا پژواک ته وويل چې نن له ماښام وروسته په شاوخوا ٧ بجو دوه بريدګر ياد شوي زيارت ته ننوتي او ډزې کوي.

د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو ياده سيمه کلابنده کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د بريد پرمهال په دې زيارت کې د عاشورا مراسم روان و.

د دې پېښې جزئيات به وروسته په ليکه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.