فیروزکوه (پژوک، ۲۱ تله ۹۵): په غور کې ځايي چارواکي وايي چې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ تر سختې نښتې وروسته د دغه ولایت پر دولتیار ولسوالۍ د طالبانو برید پر شا تمبول شوی دی.
د دولتیار ولسوالۍ ولسوال محمد موسی پژواک ته په ټیلېفوني اړیکه کې وویل، دغه نښته چې تېره ورځ سهار شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوې وه، بالاخره طالبان د شپې دوه بجې پر شا تګ ته مجبور شول او سیمه یې پرېښوده.
هغه زیاته کړه چې په دې نښته کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د هغه په خبره چې په دغه برید کې درې امنیتي سرتېري هم برسېرن ټپیان شوي دي.
مخکې له دې د سیمې خلکو ویلي وو چې په دې نښته کې دوه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، درې ورځې مخکې د غور پر چارسدې ولسوالۍ هم طالبانو برید کړی و خو وروسته له درنې مرګ ژوبلې له ور اوښتو پر شا تګ ته اړ شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن