ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د شوې هوکړې مادې دې ژر عملي شي”

“د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د شوې هوکړې مادې دې ژر عملي شي”

author avatar
13 Oct 2016 - 15:31
“د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د شوې هوکړې مادې دې ژر عملي شي”
author avatar
13 Oct 2016 - 15:31

خوست ښار(پژواک،٢٢تله٩٥): د خوست قومي مشران او ديني عالمان ټينګار کوي چې د حزب اسلامي او د افغان دولت ترمنځ د شوې هوکړې مادې دې ژر تر ژره عملي شي.

يادو مشرانو چې په بروکسل کنفرانس کې د افغان دولت د لاسته راوړنو په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې زياته کړه، چې د يادې هوکړې په پلي کېدو سره به نورې مخالفې ډلې د سولې خبرو ته وهڅيږي.

دوی همدارنګه په خپلو خبرو کې د نړيوالې ټولنې له لوري په بروکسل کنفرانس کې له افغان دولت سره د ۱۵.۲ ميليارد ډالرو مرستې مننه وکړه او غوښتنه کوي، چې دغه پېسې دې په بنسټيزو پروژو ولګول شي.

ديني عالم او د افغانستان د مجاهدينو د سرتاسري شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ غونډې ته وويل، ټول هغه مواد چې د حزب اسلامي او د افغان دولت ترمنځ د سولې په تړون کې ذکر شوي، عملي بڼه خپله کړي.

هغه زياته کړه: ((په افغان مرکزي دولت او د حزب اسلامي په مشرتابه باندې غږ کوو، چې ددې تړون ټولې مادې دې ټکى په ټکي تطبيق کړي او که چېرې دا پروسه يو ځل بيا ټکنۍ شوه، نو دا هېواد به له لوی بحران سره مخ شي.))

د خوست والي حکم خان حبيبي هم چې په ياده غونډه کې يې ګډون کړی و، وويل چې د حزب اسلامي او د افغان دولت ترمنځ د سولې هوکړه ليک په عملي کيدو سره به وسله وال طالبان هم سولې ته زړه ښه کړي.

نوموړي همدارنګه له حکومتي مشرانو د يوه داسې ميکانيزم د رامنځته کولو غوښتنه وکړه چې له مخې يې په بروکسل کنفرانس کې له افغان دولت سره شوې مرسته په شفاف ډول مصرف شي.

هغه زياته کړه: ((نړيوالو خو موږ سره مرستې وکړې، اما د دې مرستو د ښه تطبيق لپاره بايد يو شفاف او داسې ميکانيزم رامنځته شي، چې دا مرستې پرځای د افغانانو د هوساينې او د ښه ژوند لپاره په مصرف ورسيږي.))

د خوست د ولايتي شورا يو تن غړي قمرعلي لکڼوال دغې غونډې ته بيا په خپلو خبرو کې خلک د خپلو ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ ته راوبلل او له هغوی يې غوښتنه وکړه چې له خپل نظام نه په کلکه دفاع وکړي.

هغه زياتوي: ((د مرکزي حکومت نه ستړې کېدونکې هلې ځلې موږ ته د منلو وړ دي، موږ ولسونه له خپل نظام څخه، له خپل دولت څخه، د خپلې ولايتي ادارې له کړنو څخه په کلکه دفاع او ملاتړ کوو.))

يادې شوې غونډې ته ددې ولايت يو شمېر نورو قومي مشرانو هم په خپلو خبرو کې د مرکزي دولت وروستي پرمختګونه وستايل او له خپل دولت سره يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

هغوی همدارنګه ويل چې د سولې او ثبات د راوستو لپاره بايد افغان دولت له هرې ممکنه لارې ګټه واخلي او هغه کسان چې دا مهال يې د دولت پر وړاندې وسله پورته کړې، د سولې خبرو ته را وبولي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.