ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز دولتي او نا دولتي ادارو يو ځل بيا فعاليت پيل کړ

د کندوز دولتي او نا دولتي ادارو يو ځل بيا فعاليت پيل کړ

author avatar
13 Oct 2016 - 13:53
د کندوز دولتي او نا دولتي ادارو يو ځل بيا فعاليت پيل کړ
author avatar
13 Oct 2016 - 13:53

 کندوز(پژواک، ٢٢ تله ٩٥): د کندوز ښار وضعيت له لسو ورځو وروسته بېرته خپل عادي حالت ته راغلى، دولتي او نا دولتي ادارو او خلکو بېرته خپل فعاليتونه له سره پيل کړي دي.

په کندوز کې ځايي چارواکي وايي چې ملکي ادارو نن يو ځل بيا د خپلو خدمتونو وړاندې کول پيل کړي او د ولايت مقام لارښوونه کړې چې د ښار په پاکولو او د برېښنا مزو په بيا نښلولو کې چټک اقدام وکړي.

 د کندوز امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ساعتونو وروسته  په کندوز کې امنيتي وضعيت عادي حالت ته راغلى، د کندوز والي د دولتي ادارو ټولو مشرانو ته لارښوونه کړې چې خلکو ته دې خپل خدمتونه له سره پيل کړي.

هغه زياته کړه:((امنيتي ځواکونه وتوانېدل چې د دولت وسله والو مخالفينو ته له درنې مرګ ژوبلې وروسته کندوز ښار  د څلورو ورځو په تېرېدو له وسله والو پاک کړي، ښاروالۍ هم دا مهال له ښاره د کثافاتو په ټولولو پيل کړى او برېښنا شرکت هم د کندوزيانو د کورونو د روښانولو لپاره خپل کار پيل کړى دى، ټولې ادارې په عادي ډول خپل فعاليت کوي.))

 بلخوا د کندوز اوسېدونکي په دغه ښار کې د ملکي او دولتي ادارو د کار پر پيل خوښي څرګندوي.

دوى وايي چې د لسو ورځو په ترڅ کې د نښتو او ادارو د بندوالي په سبب خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي وو.

د کندوز اوسېدونکي شريف پژواک خبري اژانس ته وويل چې  برېښنا رياست او ښاروالۍ خپل کارونه پيل کړي دي، ځکه چې د دې دوو رياستونو خدمتونه د خلکو لپاره ډېر مهم او اړين دي.

 هغه زياته کړه:((د برېښنا چارواکو ويلي چې په يوه يا دوو ورځو کې به د کندوز برېښنا سره ونښلول شي او ښاروالي هم په عملي ډول د ښار پاکي پيل کړې ده.

د کندوز بل اوسېدونکي فريد احمد هم ددغه ولايت د امنيتي وضعيت پر ښه کېدو خوښي وښوده او ويې ويل:((د خداى شکر دى چې امنيتي وضعيت ښه شوى، اوس به خلک له ګاونډيو ولايتونو بېرته خپلو کورونو ته را ستانه شي، ملکي ادارو هم له سره خپل کار پيل کړى دى.))

 هغه زياته کړه چې حکومت بايد کندوز کې پراخه عمليات تر سره کړي، څو طالبان ونه شي کولى چې يو ځل بيا ښار ته ننوځي.

د ويلو ده چې لس ورځې وړاندې طالبانو له څو خواوو پر کندوز ښار بريد وکړ او د ښار ځينې برخې يې ونيولې، په دې موده کې ټولې دولتي او غير دولتي ادارې، هټۍ او ... تړل شوي وو او زرکونه کورنۍ ګاونډيو ولايتونو ته بې ځايه شوې دي.

پر دې سربېره  د خوراکي توکو بيو کې هم د پام وړ زياتوالى راغلى و او د يوې ډوډۍ بيه له لسو افغانيو ٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.