ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان ولايتي شورا دروازه وتړل شوه

د نورستان ولايتي شورا دروازه وتړل شوه

author avatar
13 Oct 2016 - 15:51
د نورستان ولايتي شورا دروازه وتړل شوه
author avatar
13 Oct 2016 - 15:51

جلال اباد (پژواک، ۲۲ تله ۹۵):د نورستان ولايتي شورا د فوايد عامې وزارت لخوا له دې ولايت سره د کړو ژمنو د نه عملي کولو په غبرګون د دې شورا دروازه وتړله.

د يادې شورا غړي وایي ترڅو چې د نورستان د مرکز پارون او د کونړ-نورستان ترمنځ د سړک رغولو چارې پیل شوې نه وي، دا دروازه به تړلې وي.

دوى ويل چې که يې غوښتنې ونه منل شي نو د ارګ او د فوايد عامې وزارت مخې ته به خېمې ووهي.

 د نورستان د ولایتي شورا ريیس سعدالله پاینده زوی د تلې په٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې  د ولسمشر غني پر وړاندې له دوی سره د فواید عامې وزیر ژمنه کړې وه چې په روان لمریز کال کې به د نورستان او کونړ ترمنځ د سړک قیر کولو چارې پیل کړي.

هغه وايي چې همدا راز يې وعده کړې وه چې د نورستان د مرکز پارون ټول سړکونه به قیر کوي.

خو د پاينده زوی د معلوماتو له مخې، تر اوسه ورسره په دې برخه کې کړې ژمنې نه دي عملي شوي.

دوى وايي چې د وعدو نه عملي کولو د دفتر تړلو ته اړ کړل او تر هغه به خپلې کاربندۍ ته دوام ورکړي چې څو یاد وزارت خپلې کړې ژمنې نه وي عملي کړې.

د نورستان اوسېدونکي هم وايي چې نور د حکومت له ډیرو ژمنو او دوی ته د نه پاملرنې له امله په تنګ شوي او کوم قدم چې ولایتي شورا پورته کړى نورستانیان يې ملاتړ کوي.

د مرکز پارون يوه اوسېدونکي حاجي محمد ګل پژواک ته وويل، ولایتي شورا چې کومه غونډه درلوده ، دا د ولس غوښتنه ده او  ولس يې ملاتړ کوي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم ومنله چې د فواید عامې وزارت لخوا شوې ژمنې تر اوسه نه دي عملي شوې او کوم کار چې ولایتي شورا کړی دا یو مدني حرکت او د دوی حق دی.

د اړوندې موضوع په اړه له فوايدعامې وزارت سره اړيکه ټينګه نه شوه.

د نورستان مرکز پارون، واما ولسوالۍ او نورو سیمو ته د کونړ په پیج او چپه دره کې سړک غځېدلی، چې ټول ويجاړ دى او له امله يې د دواړو ولایتونو اوسېدونکي  خپلو کورونو ته د تګ راتګ پرمهال له ډيرو ستونزو سره مخ وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.