جلال اباد (پژواک، ۲۲ تله ۹۵): د ننګرهار په اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريدونو کې ٢٧ داعش و وسله وال وژل شوي دي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره د تلې په ۲۲مه پژواک اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اچين ولسوالۍ په شډل بازار سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۱۴ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
خو د دغې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل احمدشاه احمدي پژواک ته وويل چې دغه بريد په باندر سيمه کې شوى او ٧ داعش وسله وال په کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې بريد پرون له غرمې وروسته په درېيو بجو ترسره شوی او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ له لوري پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هسکې مېنې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ١٣ داعش وسله وال وژل شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، چې بريد د تاراک غونډۍ او شيخه قلعه په سيمه کې پرون شوى چې پرمهال يې امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د هسکې مېنې ولسوال حاجي سازولي پژواک ته وويل چې پرون د دغې ولسوالۍ د تاړاک، ماڼوګانو او شيخ قلعه په سيمو کې بريدونه شوي چې په يوه کې يې ۸ او بل کې يې ۶ کسان وژل شوي دي.
هغه د وژل شويو کسانو په اړه وويل: ((موږ ته همدا راپور راغلی دی، د سترګو ليدلی حال نه دی؛ خو اورېدلی راپور دی.))
که څه هم امنيتي ځواکونه هره ورځ د ننګرهار د شينوارو زون په ولسواليو کې د لسګونه داعش وسله والو د وژل کېدو راپورونه ورکوي؛ خو تراوسه په خپلواکه توګه کومې سرچينې دا خبرونه نه دي تاييد کړي.
بلخوا داعش وسله والو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن