کابل (پژواک ٢٢ تله ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په اتمه حوزه کې د ماين چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او دوه عام وګړي ژوبل دي.
د ياد شوي وزارت وياند صديق صديقي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن ماښام په ٦:٤٠ بجو د کارته نو په "مارکېټ" سيمه کې د ترافيک پوليسو په رينجر موټر کې د مقناطيسي ماين له امله رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې يو ترافيک پوليس چې د موټر چلوونکى و، وژل شوى او دوه عام وګړي ټپيان دي.
د هغه په وينا، د دې پېښې څرنګوالى تراوسه پورې نه دى معلوم، خو پوليسو يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
د دې چاودنې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن