ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “نجات څلي” د بيا جوړېدو پرانيسته وشوه

د “نجات څلي” د بيا جوړېدو پرانيسته وشوه

author avatar
14 Oct 2016 - 15:04
د “نجات څلي” د بيا جوړېدو پرانيسته وشوه
author avatar
14 Oct 2016 - 15:04

کابل (پژواک ٢٣ تله ٩٥): د سلګونو هېوادوالو له خوا د "نجات څلي" د بيا جوړېدو د بنسټ ډبره نن په کابل ښار کې کېښودل شوه.

د "نجات څلى" چې د کابل ښار د حضوري چمن په سوېل لوېديځه سيمه کې موقعيت لري، د ١٣٠٧ کال په تلې مياشت کې د محمد نادر خان، وزير ګل محمد خان مومند، جنرال يارمحمد خان وزيري او نورو کسانو له خوا د افغانانو د برياليتوب د وياړ په خاطر جوړ شو، خو دغه څلى نږدې څلور لسيزې وړاندې له منځه وړل شوى دى.

د ملي شورا د غړو، د سياسي ګوندونو استازو، جهادي او ملي شخصيتونو او ځوانانو په ګډون کابو دوه زرو هېوادوالو، نن د ياد څلي د بيا جوړېدو د بنسټ ډبرې ايښودو په مراسمو کې ګډون کړى وو.

د ولسي جرګې غړي او د "نجات څلي" د بيا جوړېدو کميسيون مشر محمد نذير احمدزي په دې مراسمو کې د دې ترڅنګ چې د خلکو له پراخ حضور څخه يې مننه وکړه، وويل چې د دې څلي بيا جوړېدل د افغانستان د خلکو يوه هيله وه، چې نن په حقيقت بدله شوه.

ده زياته کړه، د دغه څلي پر جوړېدو سل زره امريکايي ډالره لګښت راځي، چې د ځينو مشرانو او سوداګرو له خوا ورکول کېږي او تر راتلونکو درېيو مياشتو پورې به جوړ شي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي وويل چې افغانستان دوه تاريخي منارونه لري، چې يو يې د خپلواکۍ منار او بل د "نجات څلى" دى، چې په هېواد کې د اساسي مثبت بدلون په پايله کې جوړ شوى دى.

دى وايي: "زه په دې باور يم چې موږ ډېره بې توجهي کړې، بايد د جهاد دورې له ختمېدو سره سم مو د جهاد په نوم يو منار جوړ کړى واى، زما وړانديز دا دى، همداسې چې د نجات څلى جوړوو، په افغانستان کې د جهاد په نوم يو څلى جوړ شي."

د افغانستان د نجات څلي د بياجوړنې د ولسونو په پرېکړه ليک کې چې د "ملي تحريک" د مشر محمد اسماعيل يون له خوا ولوستل شو، راغلي چې دا څلى په هېواد کې د ملي يووالي او ملي حاکميت د ټينګښت، د انارشۍ، ايله جارۍ او د لا قانونيت د له منځه وړلو او د تورتمونو د ختمول سمبول دى، احترام او درناوى يې د هر هېوادوال دنده ده.

په پرېکړه ليک کې له حکومته غوښتل شوي، چې د هېواد د تاريخ د حافظې د خونديتابه لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي، ماضي له حال سره وصل او حال ته له راتلونکي سره د وصل زمينه برابره کړي او په دې ډول هېڅ اخلالګر او د تاريخ مسخه کوونکي ته د دې مجال ورنه کړي، چې تاريخي واقعيتونه او حقيقتونه د خپل سياسي ذوق او خپلې شخصي سليقې له مخې تعبير او تفسير کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.