ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د کبانو د روزنې ۱۵۰ فارمونه موجود دي

ننګرهار کې د کبانو د روزنې ۱۵۰ فارمونه موجود دي

author avatar
14 Oct 2016 - 09:57
ننګرهار کې د کبانو د روزنې ۱۵۰ فارمونه موجود دي
author avatar
14 Oct 2016 - 09:57

جلال اباد (پژواک، ۲٣ تله ۹۵): د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، اوسمهال په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې چارې ډېر پرمختګ کړی او له ۱۵۰ ډېر روزنيز فارمونه يې موجود دي، چې زرګونه خلکو ته يې په مستقيم او غير مستقيم ډول کاري زمينه برابره کړې ده.

د کرنې رياست اړوند د ماهیانو د برخې مسوول سید نادر اکبري له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پرمهال وويل، چې دغه ولایت کې د ماهیانو د روزنې فارمونه په بهسودو، کامې، دره نور، خېوه او ګوشتې ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

ده زياته کړه، په تودو سیمو کې د "کارپ" او سړو سیمو کې بیا د "تروت" په نوم ماهیان ښه روزل کېږي.

خو دا چې د کبانو بچي څرنګه ترلاسه کېږي، په دې اړه د ماهیانو د برخې دغه متخصص وايي: ((له بالغو نرو ماهیانو سپرم لاس ته راوړي، چې دغه عملیه په تولیدی فارم کې په خاصو شرایطو سره تر سره کېږي. دا بیا یو ځای کوي، چې بیا د الوتونکو د بڼکې په واسطه شاربي، چې القاح شي، بیا یې ځانګړو ډنډونو ته وړي، چې بچي ترې لاس ته راشي. کومې هګۍ چې القاح  شوې وي، له هغې بچې لاس ته راځي او کومې چې نه وي القاح، هغه لرې کوي. ))

د هغه په وينا، د ننګرهار د درونټې د ماهیانو دولتي پروژه، چې په ۱۳ جریبه ځمکه کې د ماهیانو د روزنې له پاره جوړه شوې وه او اوس د اوبو د سطحې لوړوالي له امله غیر فعاله شوې؛ خو مرکزي دولت ته یې د هغې د بیا فعالولو وړاندیزونه کړي دي.

ده وويل، په ننګرهار کې د کبانو د روزنې دوه لوی خصوصي فارمونه شته، چې یو په بهسود او بل یې د خیوې ولسوالۍ اړوند په غازي اباد سيمه کې دی.

د کرنې ریاست دغه مامور زياتوي، ننګرهار کې د کبانو د تولید فارمونو او د ناروغیو د تشخیص مجهز لابراتورونو نشتوالی د کبانو د روزونکو پر وړاندې لوی خنډ دی.

هغه زياته کړه، د ماهيانو د روزنې په فارمونو کې په مستقيم ډول په سلګونو، خو په غير مستقيم ډول په زرګونو کسان په کار بوخت دي.

دی وايي: ((هر فارم له پنځو پورته کارکوونکي لري. دغه راز همدا کبان چې کله غټيږي، بيا بازار ته ځي، چې هلته يې بيا په زرګونو خلکو ته د کار زمينه برابره کړې، څوک يې خام پلوري، څوک يې د پاکولو په چارو بوخت دي او څوک يې هم د پخولو.))

د ده په خبره، د ماهيانو د بچو د توليد په برخه کې فارم لرونکي ستونزه لري او لا هم ورته بچي له پاکستانه راوړل کيږي.

بلخوا فارم لرونکي وايي، که ورسره مرسته وشي؛ نو د ماهیانو د بچیو د تولید فارمونه به هم جوړ کړي؛ چې له امله به یې له پاکستانه د کبانو د بچیو د راوړلو له ستونزې خلاص شي.

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د پیر کلا سیمې په شاوخوا پنځلس جریبه ځمکه کې د سیمې یوه اوسېدونکي د ماهیانو د روزنې یو لوی فارم جوړ کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.