ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال دوستم: د هېواد شمال ته د زرګونو داعشيانو د لېږد پروژه عملي کېدونکې ده

جنرال دوستم: د هېواد شمال ته د زرګونو داعشيانو د لېږد پروژه عملي کېدونکې ده

author avatar
15 Oct 2016 - 10:58
جنرال دوستم: د هېواد شمال ته د زرګونو داعشيانو د لېږد پروژه عملي کېدونکې ده
author avatar
15 Oct 2016 - 10:58

ميمنه (پژواک، ٢٤ تله ٩٥): د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم چې د هېواد شمال ته تللى، وايي چې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅه کوي چې ٧٥٠٠ داعشيان د هېواد شمال ته ولېږدوي.

دوستم وايي چې ياد شوي داعشيان د چيچين، ازبکستان او تاجکستان وګړي دي چې د منځنۍ اسيا په عراق، سوريې، لبنان او لبيا هېوادونو کې د داعش په ليکو کې فعال دي او غواړي چې د راتلونکي کال تر وري مياشت پورې د افغانستان شمال ته ولېږدول شي.

دوستم وويل: ((د افغانستان شمال ته  له سوريې، عراق او لبنان نه د تاجکستاني، ازبکستاني او چیچيني داعشيانو لېږدول يوه پروژه ده، خو دا چې په څه موخه او له کوم ځايه شمال ته واردېږي او څه موخه لري، په اړه يې معلومات نشته.))

هغه د فارياب او جوزجان ولايتونو د "ولسي پاڅون" ځواکونو قوماندانانو او امينتي چارواکو ته په خطاب کې وويل: ((شمال ته د داعش پروژې د لېږد پر وړاندې بايد پوره چمتووالى ولري، خپلې ليکې او سنګرونه ټينګ کړئ.))

د ولسمشر لومړى مرستيال په غورمارچ ولسوالۍ کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا د يوه کنډک د کلابندۍ ماتولو او د ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه تېره اوونۍ فارياب ته روان شو او هلته يې چاڼيز عمليات ترسره کړل.

دوستم زياته کړه چې د سيمو او ولسواليو د سقوط يو لامل دا دى چې د پوځي وسايلو او پوستو پېر او پلور روان دى، ټانکونه، پيکا او مهمات د پيسو په برخه کې مخالفينو ته پرېښودل کېږي.

نوموړى چې دوه څارنوالان يې هم له ځان سره فارياب ته بيولي، وايي چې د غورماچ د سقوط لامل څېړي او د سقوط عاملين يې هغه که د ولايت سياسي پوسټونو کې وي او يا امنيتي ارګانونو کې؛ د قانون منګولو ته يې سپاري.

هغه زياته کړه، هر څنګه چې وي د غورماچ ولسوالي د طالبانو له شتونه پاکوي، تر دوو راتلونکو ورځو پورې به دا موضوع څېړي او وروسته کابل ته ځي او د عملياتو د پايلې راپور به ولسمشر ته وړاندې کړي.

د حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي همدارنګه وويل چې مرکز ته له رسېدو سره به د کندوز د سقوط او د اروزګان او د هېواد د نورو برخو موضوع څېړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.