ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د لومړي ځل لپاره کچالو کښت شوي

جوزجان کې د لومړي ځل لپاره کچالو کښت شوي

author avatar
15 Oct 2016 - 18:08
جوزجان کې د لومړي ځل لپاره کچالو کښت شوي
author avatar
15 Oct 2016 - 18:08

 شبرغان (پژواک، ٢٤ تله ٩٥): د جوزجان د کرنې رياست چارواکي وايي  چې په ياد ولايت کې د لومړي ځل لپاره کچالو کرل شوي چې ډېر ښه حاصلات يې درلودل.

 د جوزجان ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د نباتاتو د ترويج مدير سيد مسعود پژواک خبري اژانس ته وويل: "تېر کال مو د شبرغان ښار په تُنکه اوزبکيه کلي کې د کچالو ننداريزه قطعه رامنځته کړه او له هغې مو ډېره ښه پايله ترلاسه کړه.

 هغه زياته کړه، يو ټُن کچالو چې له دې ډلې يې يو ډول وطني او دوه ډوله پاکستاني دي، د نمونې په توګه  و کرل، چې له يادې اندازې شا وخوا اووه ټنه حاصلات ترلاسه شول او دغه کار د کرنې چارواکي د کچالو د ډېر کښت لپاره هڅولي دي.

 سرچيني وويل: "په پام کې ده چې په راتلونکو کلونو کې د جوزجان ولايت په اړونده سيمو کې د کچالو د کښت لپاره پراخه ګامونه پورته کړو او کرلو ته يې پراختيا ورکړو."

 د شبرغان ښار يوه هټيوال عبدالمومن وويل چې څه موده وړاندې يې په شبرغان کې کرل شوي يو موټر کچالو وپېرل، دا چې ښه کيفيت يې درلود، ډېر ژر وپلورل شول او ښه عايد يې تر لاسه کړ.

هغه زياته کړه:((که چېرته په جوزجان ولايت کې خلکو ته د کرنيزو اوبو ستونزه حل شي، د کچالو  تر څنګ چې خلک ورته اسانه لاسرسى لري، نور  لسګونه نباتات هم وکري.))

هغه وويل چې د کروندګرو پر وړاندې يواځينۍ ستونزه د کرنيزو اوبو کمښت دى.

د حاجي همايون په نامه يوه کروندګر وويل چې سږ کال په شبرغان کې کچالو ښه پايله درلوده، چپس پلورنکو او خلکو يې زياته اندازه پېرلې او د وطن توليدات په بازار کې د خلکو د خوښې وړ ګرځېدلي.

هغه زياته کړه که چېرته ددې ولايت کروندګرو ته کرنيزې اوبه چمتو شي، دوى کولى شي چې د افغانستان ټولو خلکو ته کچالو او نور نبابات برابر کړي.

سرچينې اندېښنه څرګنده کړه چې په وروستيو پنځلسو کلونو کې ددې ولايت لپاره د کرنيزو اوبو چمتو کولو په برخه کې هېڅ کار نه دى شوى او همدا لامل دى چې په جوزجان ولايت کې د ژمي درېيو مياشتو کې اوبه وي او ٩ مياشتې بيا اوبه نه پيدا کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.