ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Oct 2016 - 16:58
author avatar
15 Oct 2016 - 16:58

جلال اباد (پژواک، ٢٤ تله ٩٥): چارواکي وايي چې په ننګرهار ولايت کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته د اچين ولسوالۍ په قوميزه سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو د ملکي وګړو پر يوه سراچه موټر ډزې کړې  چې له امله يې يو ملکي وګړى او يو پوليس وژل شوي او ‌څلور ملکي وګړي ټپيان دي.

خوږياڼى وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.