کندهار (پژواک ٢٥ تله ٩٥): د کندهار چارواکي وايي، د دې ولايت په شاه وليکوټ او ميوند ولسواليو کې د ماين په چاودنو کې اته ماشومان ټپيان شوي دي.
د والي وياند صميم خپلواک، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر په شاوخوا پنځو بجو د شاه وليکوټ په چنار سيمه کې د ملکي وګړو پر سراچه موټر د ماين چاودنه شوې، چې څلور ماشومان په کې ژوبل شوي دي.
ده زياته کړه، دا ماشومان چې عمرونه يې له ١٠ تر ١٥ کلونو پورې وو، د کندهار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړى دغه راز وايي، بله چاودنه د ميوند ولسوالۍ په تيمور بند سيمه کې نن ماښام په کابو شپږنيمو بجو شوې ده.
د هغه په وينا، دغه ماين چې د وسله والو له خوا ځاى پرځاى شوى وو، په پليو ماشومانو چې کورونو ته روان وو، چاودلى او په کې دوه نجونې او دوه هلکان ټپيان شوي، چې وروسته روغتون ته انتقال شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن