ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګانو کې د پيازو حاصلات زيات شوي

سمنګانو کې د پيازو حاصلات زيات شوي

author avatar
16 Oct 2016 - 18:34
سمنګانو کې د پيازو حاصلات زيات شوي
author avatar
16 Oct 2016 - 18:34

ايبک (پژواک، ٢٥ تله ٩٥): سمنګانو ولايت کې سږ کال د پيازو حاصلات د تېر کال په پرتله ٦٤ سلنه لوړ شوي، خو بيې يې بيا ٧٢ سلنه راټيټې شوې دي.

د سمنګانو ولايت د کرنې رياست د کرنيزو چارو امر نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر کال پاکستان او هندوستان ته د پيازو صادرات د دې لامل شوي، څو بزګران سږ کال په دغه ولايت کې ډېر پياز کښت کړي.

د هغه په وينا، د ياد رياست څېړنې ښيي چې تېر کال په دغه ولايت کې شا وخوا پر ٩٠٠ جريبه ځمکه پياز کرل شوي و، خو سږ کال بيا دغه شمېر ١٥٠٠ جريبه ته رسېدلى دى.

نوموړي وويل، چې د دغو پيازو زياته اندازه د ياد ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې کرل شوي و.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال په دغه ولايت کې د پيازو حاصلات ٦١٠٠ ټنه، خو سږ کال بيا لس زره ټنو ته رسېدلي دي.

هغه زياته کړه، سږ کال له دې امله په سمنګانو کې د پيازو بيې ټيټې وې چې په پاکستان کې هم سږ کال ډېر پياز کرل شوي او پاکستان ته له افغانستان څخه د پيازو د صادراتو په کچه کې کمښت راغلى دى.

د هغه په وينا، په سمنګانو کې تېر کال د يوه من (اووه کيلوګرامه) پيازو عمده پلور بيه شاوخوا ٩٠ افغانۍ، خو سږ کال بيا د پيازو ډول ته په پام سره له ٢٠ تر ٣٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.

د حضرت سلطان ولسوالۍ د لرخابي کلي يوه بزګر سعدي وويل، چې تېر کال له درې جريبه ځمکې درې زره منه پياز  او سږ کال بيا له پنځه جريبه ځمکې؛ پنځه زره منه پياز ترلاسه شوي دي.

خو نوموړي زياته کړه  چې تېر کال يو من پياز په ٩٠ افغانۍ، خو سږ کال بيا په ٣٠ افغانۍ پلورل کېدل.

د هغه په وينا، له يادې لارې يې ترلاسه کړي عوايد يواځې د پيازو د کښت له لګښت سره برابر و.

نوموړي په ياد ولايت کې د بزګرانو د حاصلاتو ساتلو لپاره د سړو خونو له نشتون شکايت وکړ او ويې ويل، اړ شو چې د سړې خونې د نشتون له امله پياز په ارزانه بيه وپلوري.

د سمنګانو ولايت د کرنيزو چارو امر هم په دغه ولايت کې د بزګرانو حاصلاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو نشتون؛ له عمده ستونزو وباله او ويې ويل چې په دې وروستيو کې د کرنې رياست له لوري د دغه ولايت په فيروزنخچير ولسوالۍ کې د ٨٠ ټنه په ظرفيت د سړې خونې د جوړولو چارې پيل شوې، چې دېرش سلنه کار يې بشپړ شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.