ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبانو د ايران او منځنۍ اسيا هېوادونو لپاره ځانګړي استازي ټاکلي”

“طالبانو د ايران او منځنۍ اسيا هېوادونو لپاره ځانګړي استازي ټاکلي”

author avatar
17 Oct 2016 - 16:12
“طالبانو د ايران او منځنۍ اسيا هېوادونو لپاره ځانګړي استازي ټاکلي”
author avatar
17 Oct 2016 - 16:12

کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): سرچينې وايي چې وسله والو طالبانو خپل يو پخوانى چارواکى د ايران لپاره ځانګړى استازى ټاکلى دى.

پاکستانۍ ورځپاڼې (اېکسپرېس ټريبون) د تلې په ٢٦مه خبر ورکړى چې په دې وروستيو کې د ايران او طالبانو اړيکې نږدې او پياوړې شوې دي.

طالبانو ته يوې نږدې سرچينې د نوم نه څرګندولو په شرط يادې ورځپاڼې ته ويلي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کندهار د پوهنې رييس مولوي نېک محمد د ايران لپاره ځانګړى استازى ټاکل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې ملا نېک محمد تر دې مخکې هم له ايران سره ښې اړيکې درلودې او دغه هېواد ته يې ډېر سفرونه کړي دي.

د طالبانو يادې سرچينې دغه راز ادعا کړې چې د ايران تر څنګ يې د منځنۍ اسيا ګڼ شمېر  نورو هېوادونو لپاره هم ځانګړي استازي ټاکلي  او له روسيې سره يې اړيکې زياتې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستيو کې له چين سره هم اړيکې درلودې او د بيجينګ په بلنه يې دوه ځلې د قطر د دفتر پلاوي دغه هېواد ته لېـږلي دي.

ويل کېږي چې په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې د فعاليتونو له پراخېدو وروسته  ايران او روسيې له طالبانو سره اړيکې پراخې کړې دي.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف هم څو ځلې ويلي چې دوى له طالبانو سره نـږدې اړيکې لري.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم هم دوه ورځې مخکې ويلي وو چې داعش غواړي د افغانستان شمالي ولايتونو کې شاوخوا اوه زره وسله وال ځاى پر ځاى کړي.

د طالبانو يوې بلې سرچينې هم يادې ورځپاڼې ته ويلي چې د دوى پلاوي په دوامداره توګه ايران ته سفرونه کړي  او دوى هڅه کوي چې نوي متحدين او ملاتړي پيدا کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو د نظامي شورا د مشر ملا ابراهيم صدر په مشرۍ يو درې کسيز پلاوي هم د روان کال په او‌ږدو کې ايران ته سفر کړى و.

د يادونې ده، د طالبانو پخوانى مشر ملا اختر منصور هم د روان لمريز کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه له ايران څخه د بېرته ستنېدو پر مهال د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د امريکا د يوې بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.