کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): د ملي امنيت لوى رياست وايي چې په لغمان ولايت کې يې د يوې خونړۍ چاودنې او ځانمرګي بريد مخه نيولې ده.
په کابل کې د ياد رياست مطبوعاتي دفتر له خوا د تلې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بلال، ذاکرالله او فردوس په نومونو درېیو طالبانو پلان درلود چې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل ته د مهترلام ښار د عصمت په څلورلارې کې چاودنه ورکړي.
هغه زياته کړه چې دوى موخې ته له رسېدو مخکې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا لاس په لاس ونيول شول او د يوې خونړۍ پېښې مخنيوى وشو.
سرچينې زياته کړې، نيول شوو کسانو اعتراف کړی چې د طالبانو ډلې د ځانمرګو او ترهګريزو بريدونو لارښود قوماندان قادر په لارښوونه يې غوښتل د مهترلام بابا په ښار کې ځانمرګی بريد تر سره کړي.
د ملي امنيت په خبرپاڼه کې د يادو کسانو د نيول کېدو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.
خو د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښه شاوخوا لس ورځې مخکې رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه چې موټرسايکل ته هماغه مهال چاودنه ورکړل شوې وه او نيول شوي کسان تر پلټنو لاندې وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن