ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي چارواکي په غزني کې د ۱۲ وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي

امنیتي چارواکي په غزني کې د ۱۲ وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
18 Oct 2016 - 14:00
امنیتي چارواکي په غزني کې د ۱۲ وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
18 Oct 2016 - 14:00

غزني ښار (پژواک، ۲۷ تله ۹۵): د غزني امنيه قوماندان وايي چې په ګيلان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې ١٢ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام وسله والو طالبانو د ګيلان ولسوالۍ په شينکۍ سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې ١٢ طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

قوماندان وايي چې په ياده جګړه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه اوښتې خو امنيتي ځواکونو د طالبانو ٧ موټرسايکل نيولي دي.

دغه راز د شينکۍ سيمې اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې له پرون مازديګره د شپې تر نهو بجو پورې په دې سيمه کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه وه.

هغه وايي: ((د شينګۍ سيمه له طالبانو سره ده او په دې سيمه کې ډېر زيات طالبان هم دي.))

د يادې جګړې په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې نن سهار د غزني ښار په منګور سيمه کې طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې دوه رينجر موټر له منځه وړل شوي او ګڼ شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د غزني امنيه قوماندان هم د منګور سيمې جګړه تاييدوي.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د ملا احمدي او ملا حنفي په نومونو د طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي او پوليسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

غزني هم د افغانستان د نا امنو ولايتونو په ډله کې دى او د ناوې ولسوالۍ يې له تېرو ١١ کلونو راهيسې له وسله والو طالبانو سره ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.