ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مزارشریف ښاروالۍ د ښار د پراختیا پلان پلی کوي

د مزارشریف ښاروالۍ د ښار د پراختیا پلان پلی کوي

author avatar
18 Oct 2016 - 18:31
د مزارشریف ښاروالۍ د ښار د پراختیا پلان پلی کوي
author avatar
18 Oct 2016 - 18:31

مزارشريف (پژواک، ٢٧ تله ٩٥): د مزارشريف د ښاروالۍ مسوولين وايي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ښاروالۍ د پلان په پلي کولو سره ښار دوه برابره پراخ شي او خلکو ته به لازمې اسانتياوې په کې رامنځته شي.

خو د ښار ځيني اوسېدونکي بيا د ښاروالۍ مسوولين پر دوه ګوني چلند تورنوي او وايي، ښاريانو ته په متوازن ډول خدمات نه وړاندې کېږي.

د مزار ښاروالۍ سرپرست انجنير جان محمد د تلې په ۲۲مه په مزارشريف کې د ښاروالۍ د پنځه کلن انکشافي پلان د ترتيب په اړه په جوړې شوې مشورتي غونډه کې وويل، د ياد پنځه کلن پلان له مخې به ښار څلورو خواوو ته پراخ شي او همداراز به په ښار کې خلکو ته تر ډېره د ژوند اړتياوې برابرې شي.

هغه زياته کړه، د دغه پلان په تطبيق سره به د ښاروالۍ په عوايدو کې هم زياتوالی راشي او ورسره به ښار له کثافاتو څخه پاک کړای شي.

د ښاروالۍ سرپرست دا هم وويل چې د دغه پنځه کلن انکشافي پلان لګښت به تر ډېره د ښاروالۍ له عوايدو برابرېږي؛ خو د دې تر څنګ ملي سوداګرو هم په دې برخه کې د مرستو ژمنه کړې ده.

د ده په وينا، د دغه پلان له مخې به د هغو ځمکو د اسنادو ستونزې له قانون سره سم حل شي چې دمګړۍ متنازعه دي.

په مزارشريف کې له ښاري حکومتولۍ څخه د ملاتړې موسسې مسوول هارون رهين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه پلان د جوړولو موخه خلکو ته د هغوی په مشوره د لازمو او ګټورو خدماتو وړاندې کول دي.

هغه زياته کړه، پخوا به مرستندويو موسسو په پاشلي ډول خلکو ته خدمات وړاندې کول چې اغېزمنتیا يې کمه وه، خو له دې وروسته به هڅه کېږي چې دغه خدمتونه په منظم ډول او له واحد ادرسه وړاندې شي.

خو د مزارشريف ښار د دشت شور سيمې کلانتر خدای بيردي پژواک خبري اژانس ته وويل، لا هم د اوسني ښار دننه ډېرې ستونزې شته چې ښاروالۍ بايد ورته پام وکړي.

دى زياتوي، په تېرو کلونو کې د مزار ښاروالۍ مسوولينو دوه ګونی چلند کړی او ښاريانو ته يې په متوازن ډول خدمات نه دي وړاندې کړي.

نوموړي د بېلګې په ډول د دشت شور د سړک يادونه وکړه، چې د ښار شمال لور ته پروت دی؛ خو د دوی له غوښتنو سره سره يې د جوړولو چارې نه دي پيل شوي.

هغه زياته کړه، د دې سيمې خلک په ژمي کې د واورو او خټو او په اوړي کې د دوړو او ګردونو له لاسه له ډول ډول ستونزو سره مخامخ کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.