جلال اباد (پژواک، ٢٧ تله ٩٥): د ملي امنيت موظفينو په ننګرهار ولايت کې يو ماشوم د تښتوونکو له بنده خلاص او ورسره په تړاو یې درې انسان تښتوونکي نيولي دي.
د ننګرهار د ولايت مقام وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ٢٧مه پژوک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت موظفينو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ياد کسان نيولي دي.
هغه زياته کړه چې دوى درې ورځې مخکې يو اته کلن ماشوم د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند له الفت مينې څخه تښتولى و.
د نوموړي په وينا، نيول شوي کسان د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي دي او پر خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړی دی.
د تښتوونکو له بنده د ازاد شوي ماشوم پلار محمد اسحاق د ملي امنيت له مؤظفينو څخه مننه وکړه چې د دوی د هلو ځلو په ترڅ کې يې زوی ازاد او روغ رمټ يې ورته وسپاره.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن