ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د جوزجان په درزاب کې ٢١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي: د جوزجان په درزاب کې ٢١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
18 Oct 2016 - 12:35
چارواکي: د جوزجان په درزاب کې ٢١ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
18 Oct 2016 - 12:35

شبرغان (پژواک، ٢٧ تله ٩٥): د جوزجان ولايت ځايي چارواکي وايي چې په درزاب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښته کې اته وسله وال مخالفين وژل شوي او نږدې ١٣ نور ټپیان دي.

د جوزجان د درزاب ولسوال رحمت الله حشر پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د وسله والو مخالفينو يوې ٣٥٠ کسيزې ډلې د ولسوالۍ د سردرې سيمې پر پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې له ساعتونو نښتې وروسته وسله وال مخالفين د خپلو اتو ملګرو له وژل کېدو او ١٣ نورو له ټپي کېدو وروسته له سيمې ووتل او نښته پاى ته ورسېده، يواځې د پوليسو يو سرتېرى ژوبل شوی چې روغتيايي وضعيت يې ښه دى.

حشر وويل: ((د طالبانو يوه ارتباطي کس چې د ولسي پاڅون ځواکونو په منځ کې يې له اتو کسانو سره يو ځاى ظاهراً د طالبانو پر وړاندې وسله اخيستې وه، په دې کلي کې فعاليت درلود او  وړمه شپه بېرته له طالبانو سره يو ځاى شو.))

د جوزجان د درزاب ولسوال زياته کړه چې اوسمهال په سيمه کې وضعيت ښه شوى او امنيتي ځواکونه د امنيتي پوستو پر  جوړولو بوخت دي.

د سر درې کلي يوه اوسېدونکي محمد حسن وويل چې بسم الله د طالبانو په يوه ډلمشر مفتي نعمت الله پورې اړوند و چې دوه کاله وړاندې له ٢٢٠ طالبانو سره په شبرغان ښار کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى و.

هغه زياته کړه: ((دغه کس له څه مودې راهيسې د ولسي پاڅون په نوم د طالبانو پر ضد وسله اخيستې وه او د سردرې په کلي کې يې فعاليت درلود چې تېره شپه له خپلو اتو همکارانو، وسلو او موټرسايکلونو سره طالبانو ته تسليم شو.))

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل د دوى ځواکونه توانېدلي چې په سر درې کلي کې درې پوستې ونيسي.

نوموړي په يوه ټيلېفوني پيغام کې ويلي چې د سيمه ييزو پوليسو پنځلس منسوبين  له ١٦ ميله وسلو او اوو موټرسايکلونو سره له دوى سره يو ځاى شوي دي.

هغه د خپلو کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

طالبانو لس ورځې وړاندې هم په دغه کلي کې بريدونه پلان کړي وو چې په پايله کې يې دوه کسان ووژل شول او د سيمه ييزو پوليسو يو منسوب ټپي شو. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.