کابل (پژواک ٢٧ تله ٩٥): د ولسمشر د حکم پر بنسټ، د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ګلاب منګل د ننګرهار د والي او په قومونو او قبايلو چارو کې د ولسمشر د سلاکار په توګه ټاکل شوى دى.
د ملي تلويزون له خوا په خپاره شوي خبر کې راغلي، چې نوموړى د سيمه ييز ارګانونو د ادارې په وړانديز او د ولسمشر اشرف غني په حکم په يادو دندو ګومارل شوى دى.
منګل تردې وړاندې د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير، د هلمند او لغمان د واليانو په توګه دندې ترسره کړې دي.
تر دې وړاندې سليم خان کندوزي د ننګرهار د والي په توګه دنده ترسره کوله، چې نوموړي له دې دندې څخه د هغه په وينا، د شخصي ستونزو له امله استعفا کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن