ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې وسله والو ٢٠  ماين پاکوونکي وتښتول

په لوګر کې وسله والو ٢٠ ماين پاکوونکي وتښتول

author avatar
19 Oct 2016 - 15:39
په لوګر کې وسله والو ٢٠  ماين پاکوونکي وتښتول
author avatar
19 Oct 2016 - 15:39

کابل(پژواک،٢٨تله٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې نا پېژانده وسله والو د لوګر له مرکز پل علم څخه ٢٠   ماين پاکوونکي تښتولي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايې جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمدجان عابد د تلې په٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې نا پېژانده وسله والو د مرکز پل علم له الياس کلي څخه د سټرلينګ موسسې شل تنه ماين پاکوونکي تښتولي دي.

هغه زياته کړه: (( دغه ماين پاکوونکي په کاسټر موټر کې ناست وو چې ناپېژاندو وسله والو، نامعلوم لوري ته تښتولي دي.))

د لوګر د والي وياند سليم صالح هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې د يادو ماين پاکوونکو د خلاصون په موخه د قومي مشرانو په ملتيا هلې ځلې پيل شوې دي.

د الياس د کلي اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل چې نن سهار شاخوا لس بجې وسلو د دوى له سيمې څخه ماين پاکوونکي وړي دي.

هغه وويل: (( په څلورو موټر سايکلونو اته کسان ناست و، پوزونه يې تاو کړي وو يو کاسټر موټر چې ماين پاکان پاکې ناست وو ځان سره يوړل خو زه نه پوهيږم چې کاسټر کې څو کسان وو.))

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سټرلينګ ماين پاکۍ موسسې نظر ترلاسه کړ  خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

تر دې وړاندې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي وو چې طالبان له ماين پاکوونکو سره ستونزه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په اوږدو کې څو ځلې د سټرلينګ موسسې ماين پاکوونکي او موټر د ناپېژانده کسانو لخوا تښتول شوي، خو تر يوې مودې وروسته بېرته خوشې شوي دي.

سټرلينګ موسسه له تېرو دوو کلونو راهيسې د لوګر په مرکز پل علم، خوښۍ او محمداغې ولسوالۍ کې د ماين پاکۍ په برخه کې فعاليت کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.