ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې  له ککړې هوا سره د مبارزې په موخه کمپاين پيل شو

هرات کې له ککړې هوا سره د مبارزې په موخه کمپاين پيل شو

author avatar
20 Oct 2016 - 16:30
هرات کې  له ککړې هوا سره د مبارزې په موخه کمپاين پيل شو
author avatar
20 Oct 2016 - 16:30

هرات (پژواک، ٢٩ تله ٩٥): هرات کې نن له ککړې هوا سره د مبارزې په موخه يو اوونيز کمپاين پيل شو.

 د هرات د چاپېريال ساتنې مشر نصيراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل  چې ياد کمپاين د چاپېريال ساتنې ادارې، ترافيکو مديريت او د افغانستان نوين نسل بنسټ له لوري پيل شوى او يوه اونۍ به دوام وکړي.

 د فضلي په وينا، د يادې اونۍ په اوږدو کې به د هرات د اب او هوا، د هوا له ککړتيا څخه د رامنځته شوو ناروغيو، د پاکې هوا او د هوا له ککړتيا څخه د مخنيوي څرنګوالي په اړه د ياد ولايت اوسېدونکو په ځانګړي ډول موټر چلوونکو ته پوهاوى ورکول کېږي.

 نوموړي، زاړه او ډېر دود توليدونکي موټر  او حمامونه په هرات کې د هوا د ککړتيا لامل وګڼل.

 د هرات ياد سيمه ييز چارواکي پژواک ته وويل، ډېرى موټر  په ځانګړي ډول مسافر وړونکي موټر  چې د ښار په داخل کې تګ راتګ کوي؛ بايد ترميم شي او يا د هغوى پر ګرځېدو بنديز ولګېږي.

 نوموړى همدارنګه وايي: "د حمامونو له دود څخه د مخنيوي لپاره يادې ادارې د ښاروالۍ په مرسته سنتي فيلټرونه جوړ کړي، څو د دود مخنيوى يې وشي."

 د فضلي په وينا، له يوې اوونۍ عامه پوهاوي وروسته به له چاپېريال ساتنې هر سرغړونکى د ترافيکو مديريت او د هرات چاپېريال ساتنې رياست له لوري زر افغانۍ نغدي جريمه شي.

 ورته مهال د هرات د ترافيکو مدير امين الله ميهن يار ژمنه وکړه  چې د ډېر دود توليدونکو موټرو پر ګرځېدو به بنديز لګوي.

 هغه زياته کړه: " په هرات ولايت کې له ٣٠٠ زره زيات نقليه وسايط شتون لري چې له دې ډلې يې ځينې موټر  زاړه دي، چې چاپېريال ککړوي او موږ هغو کسانو ته چې ډېر زاړه او دود توليدونکي موټر  لري؛ سپارښتنه کوو چې خپل موټر  ترميم کړي."

بلخوا په هرات کې د چاپېريال ساتنې يوه کارپوه انجنير وکيل احمد بارک په دې باور دى، چې که د هوا له ککړتيا څخه د مخنيوي په موخه اساسي ګامونه پورته نه شي نو په راتلونکي کې به د هرات هوا دومره ککړه شي، چې بيا به يې جبران هم امکان ونه لري.

د هرات اوسېدونکي هم د هوا ککړتيا پر وړاندې د مبارزې له ياد کمپاين هرکلى کوي، خو حمامونه او ډېر دود توليدونکي موټر د هوا د ککړتيا اصلي لامل بولي او له چارواکو غواړي، څو يادې برخې ته کلکه پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.