شبرغان(پژواک، ٢٩ تله ٩٥): د جوزجان ولايت ځايي اداره وايي چې ددغه ولايت په شبرغان ښار کې يوه ١٥ کلن تنکي ځوان ځان زندۍ کړى دى.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوى تنکى ځوان د عبدالله بن مسعود د مدرسې طالب العلم و او تېره شپه چې د مدرسې په کوټه کې يواځې و، ځان يې زندۍ کړى دى .
هغه زياته کړه چې تر اوسه د هلک د ځان وژنې لامل نه دى څرګند شوى او په دې اړه د کشفي ارګانونو پلټنې روانې دي.
د جوزجان ولايت د عامې روغتيا مشر ډاکټر سيد فريدون حبيب وايي چې ددغه تنکي ځوان مړى موظفو ډاکټرانو له لوري معاينه شو او وروسته څرګنده شوه چې جنسي تېرى پرې نه دى شوى او پر بدن يې د تاوتريخوالي نښې نښانې نه ښکاري.
حبيب زياته کړه چې يواځې په غاړه کې يې د زندۍ اله شته چې همدا چاره يې د مړينې سبب شوې.
د جوزجان عامې روغتيا مشر وويل چې جسد يې د معايناتو له بشپړولو وروسته خپلې کورنۍ ته سپارلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن