ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات په جامع جومات کې چاودنه وشوه

د هرات په جامع جومات کې چاودنه وشوه

author avatar
21 Oct 2016 - 17:19
د هرات په جامع جومات کې چاودنه وشوه
author avatar
21 Oct 2016 - 17:19

هرات (پژواک، ٣٠ تله ٩۵): عيني شاهدان وايي چې نن د جمعې لمانځه پرمهال د هرات په   جامع جومات کې چاودنه وشوه.

د عبدالحکیم په نامه يوتن پژواک ته وويل چې نن ماسپښين د جمعې د لمانځه پرمهال د هرات په جامع جومات کې چاودنه وشوه ، خو له نيکمرغه چې ځاني زيان يې نه درلود.

 ده وويل چې دغه چاودنه د ماين له امله وه او ماين د خطبې د منبر تر بيخ لاندې ايښودل شوى و .

ده وويل چې د چاودنې پرمهال د هرات د علماوو د شورا رييس مولوي خداداد صالح هم د چاودنې له ځاى سره موجود و ، خو تراوسه ددې چاودنې انګيزه نه ده معلومه .

 تراوسه د هرات امنيتي مسوولينو ددغې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.