ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امرخېل : د هوايي بريد په ترڅ کې ١١طالبان وژل شوي

امرخېل : د هوايي بريد په ترڅ کې ١١طالبان وژل شوي

author avatar
22 Oct 2016 - 11:44
امرخېل : د هوايي بريد په ترڅ کې ١١طالبان وژل شوي
author avatar
22 Oct 2016 - 11:44

غزني(پژواک،د لړم لومړۍ نېټه،۹۵): د غزني امنيه قوماندان وايي چې په ده يک ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې ١١طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د لړم په لومړۍ نېټه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو غوښتل په ده يک ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي.

خو قوماندان وايي چې د طالبانو له بريدونو وړاندې، افغان هوايي ځواکونو پر يادو طالبانو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې ١١طالبان و وژل شول او څلور نور ټپيان دي.

د اړوندې موضوع په اړه د ده يک د ذاکر سيمې يوه اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل: (( بېګاه مې څو ځلې د طيارو غږونه واروېدل وروسته بيا د يو درز اواز مې هم واروېده، خو نور يې په اړه معلومات نه لرم.))

خو وسله وال طالبان بيا يادې څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه په ده يک ولسوالۍ کې کوم طالب نه دى وژل شوى.

هغه وايي: (( ما اړيکه ونيوله طالبانو يو لوی درز اورېدلی، خو طالبان په کې نه دي وژل شوي که چېرې ملکي خلک وژل شوي وي ، نو زه تر اوسه معلومات نه لرم.))

د يو بل خبر له مخې، د غزني امنيه قوماندان وايي چې پوليسو په قره باغ ولسوالۍ کې ١٦٠ کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي دي.

هغه وايي چې په دې توکو کې ١١٢ کيلوګرامه يې هيرويين او ٤٨ کيلوګرامه يې ترياک دي.

امرخېل وايي: (( دغه مواد موږ له دوه موټرو څخه هغه مهال ونيول چې قاچاقبران له پوليسو سره په نښته کې شول او دوه قاچاقبران په کې و وژل شول.))

د هغه په وينا، هېڅ قاچاق وړونکي به ونه شي کولى چې د غزني له لارې نورو ولايتونو ته نشه يي توکي قاچاق کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.