باميان(پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٥): د افغانستان د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار خپلواک کمېسيون وايي چې ډېر ژر به د اساسي قانون د ماتوونکو ليکلړ خپور شي او حکومت هم په ټاکلي وخت د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو په نه تر سره کولو سره اساسي قانون تر پښو لاندې کړى دى.
د ياد شوي کمېسيون غړي عبدالرووف هروي پژواک خبرى اژانس ته وويل چې دغه لړليک ترتيب شوى، خو د کمېسيون د غړو ترمنځ زيات بحث ته اړتيا لري او د ټولو غړو له بشپړ پخلي وروسته به يې خپور کړي.
هغه زياته کړه:(( اساسي قانون په بېلابېلو کچو مات شوى او په سرغړوونکو کې يې دولتي او نا دولتي چارواکي شامل دي چې نومونه به يې له رسنيو سره شريک کړي.))
هروي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ځنډول هم د اندېښنې وړ وبلل او ويې ويل چې په وخت سره د ټاکنو نه تر سره کېدل له اساسي قانون څخه سرغړونه ده، خو اوس مهال حکومت سره له دې چې له اساسي قانون څخه يې سرغړونه کړې، د ټاکنو د ترسره کېدو پر لومړيو هڅو بوخت دى چې يو څه هيله پيدا کوي.
هغه وويل چې د څارنې خپلواک کمېسيون هم د اساسي قانون پر پلي کېدو د خلکو عامه پوهاوي لپاره د هېواد په ټولو ولايتونو کې روزنيز سيمينارونو جوړوي.
د يادو شوو سيمينارونو په لړ کې په باميانو کې هم يو سيمينار جوړ شوى و چې موخه يې د اساسي قانون او وګړنيزو حقونو او وجايبو په اړه معلومات وړاندې کول وو.
د بلخ مرستيال والي محمد اصف مُبلغ د هېواد اساسي قانون د سيمې هېوادونو په کچه بشپړ او غوره قانون وباله او ويې ويل چې د دولت او ټولو وګړو واکونه او دندې په همدې قانون کې په سم ډول يادې شوې دي.
مبلغ زياته کړه:((پر موږ ټولو لازم دي چې د يوې ملي وثيقي په توګه د اساسي قانون د ساتنې په موخه هڅاند ووسو او د قانون له موادو او احکامو پيروي وکړو.))
د سيمينار په پاى کې د باميانو ښار هغه واټ هم پرانېستل شو چې د افغانستان اساسي قانون په نوم نومول شوى او د اساسي قانون مجسمه هم پر ياد شوي واټ لګول کېږي.
د باميانو والي محمد ظاهر زُهير ددغه واټ د پرانېستې پرمهال، اساسي قانون د هېواد د اوسني سياسي نظام د بنسټ د ډبرې په توګه ياد کړ او ويې ويل:(( زموږ د هېواد اساسي قانون انساني او مډرن ارزښتونه لري او د افغان وګړو د ټولو کړنو فعاليتونو بنسټ دى.))
د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون غړي عبدالرووف هروي د باميانو د ځايي ادارې ددغه کړنې د ستاينې او د افغانستان اساسي قانون په نوم د يوه واټ نومونې تر څنګ هيله څرګنده کړه چې دغه اقدام به په نورو ولايتونو کې هم د ورته کړنو لپاره يو پيل او نوښت وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن