ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د نشه يي توکو توليد ٤٣ سلنه ډېر شوى

افغانستان کې د نشه يي توکو توليد ٤٣ سلنه ډېر شوى

author avatar
23 Oct 2016 - 18:49
افغانستان کې د نشه يي توکو توليد ٤٣ سلنه ډېر شوى
author avatar
23 Oct 2016 - 18:49

کابل (پژواک ۲ لړم ۹۵): روان کال د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت لس سلنه او توليد يې ٤٣ سلنه ډېر شوى، خو د اړول شوي کښت کچه يې ٩١ سلنه کمه شوې ده.

دغه شمېرې له نشه يي توکو سره د مبازرې وزارت او د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرايمو سره د مبارزې ادارې (UNODC) له خوا په تر سره شوې سروې کې څرګندې شوې دي.

دغه سروې ښيي چې سږ کال د تېر کال په پرتله له نشه يي توکو سره مبارزه ټکنۍ وه.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي، نن په کابل کې د يادې سروې د خپرولو پر مهال وويل چې امنيتي ستونزې او د کوکنارو د کښت اړولو لپاره د مرسته کوونکو هېوادونو له لوري د ژمنه شويو پيسو په ورکړه کې ځنډ، د دې لامل شول چې سږ کال په هېواد کې ډېر کوکنار له منځه يو نه وړل شول.

د هغې په وينا، سږ کال د ګرمۍ موسم د تېر کال په پرتله رامخ ته شو او دا هم يو له هغو لاملونو و چې اړوندو ارګانونو ونه شو کړاى ډېر کوکنار واړوي.

د دې په خبره، روان کال په بدخشان، کندهار، ننګرهار، نيمروز، سرپل، تخار او لغمان ولايتونو کې پر ۳۵۵ هکتار ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي، خو په نورو ولايتونو کې دغه چاره نه ده تر سره شوې.

د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معين  لوی پاسوال بازمحمد احمدي په نننۍ ناسته کې وويل، چې سږ کال د تېر کال په پرتله د نشه يي توکو کښت ډېروالی موندلی، خو که چېرې امنيتي او نورو ستونزو ته پام وشي، د پام وړ ډېروالی نه دی.

دى هم امنيتي ستونزې او پر له پسې جګړې، هغه لاملونه بولي چې له امله يې د کوکنارو د کښت د اړولو کچه د تېر کال په پرتله کمه شوې ده؛ ځکه چې په وينا يې ډېر کوکنار د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې سيمو کې کرل شوي دي.

دغه راز دى وايي، که څه هم چې له نشه يي توکو سره د مبارزې اړوند پوليس د ناامنيو له امله له ترهګرۍ سره په جګړه بوخت دي، خو د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې يې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د نشه يي توکو په برخه کې ۱۲۶۳ عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې څه باندې ٢٣٧ ټنه بېلابېل نشه يي توکي او په تړاو يې  ۱۴۰۸ تنه نيولي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرايمو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) مشر اندري اويسيتا (Andrey Avetisyan) هم ناامني او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړيوالې ټولنې د مرستو کموالى، هغه لاملونه بولي چې له مخې يې سږ کال د کوکنارو د کښت او توليد کچه لوړه شوې ده.

سروې ښيي چې روان کال کې د تېر کال په څېر تر ټولو ډېر ترياک د هېواد په سوېل او تر ټولو لږ په مرکزي زون کې کرل شوي دي.

سلامت عظيمي وايي، په روان زېږديز کال په هغو زونونو کې ډېر ترياک کرل شوي چې تر نورو ډېر امنيتي ګواښونو په کې وو.

د هغې په وينا، ناامنۍ او د کوکنارو کښت له يو بل سره تړاو لري؛ ځکه چې د دولت د وسله والو مخالفينو د تمويل ستره سرچينه نشه يي توکي دي.

ياده سروې ښيي چې تېر کال په ١٤ ولايتونو کې کوکنار نه و کرل شوي، خو سږ کال دغه شمېر ١٣ ته راټيټ شوى، ځکه چې سږ کال په جوزجان ولايت کې هم يو ځل بيا کوکنار کرل شوي دي.

سروې ښيي چې سږ کال د تېر په پرتله په فراه کې ۵۷ سلنه، په نيمروز کې ۴۰ سلنه، په غور کې ۲۹ سلنه، په هرات کې ۲۷ سلنه، په هلمند کې ۷ سلنه، په کندهار کې ۳ سلنه او په دايکنډي کې دوه سلنه د کوکنارو په کښت کې کموالي راغلی دى.
خو د سروې له مخې، روان کال د تېر په پرتله د کوکنارو کښت په بلخ کې څه باندې نهه برابره، په سرپل کې څه باندې څلور برابره، بغلان کې نږدې څلور برابره، بادغېس کې نږدې دوه برابره او فارياب کې شاوخوا يو نيم برابر شوى دى.
دغه راز سروې ښيي چې دغه کښت په زابل کې څه باندې سل سلنه، جوزجان کې سله سلنه، لغمان کې ٧٧ سلنه، بدخشان کې ٥٥ سلنه، ننګرهار کې ٤٣ سلنه، اروزګان کې ٣٧ سلنه، کاپيسا کې ٣٢ سلنه، کونړ کې ٢٩ سلنه، او  په کابل کې ٢٤ سلنه ډېروالى راغلى دى.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيره وايي، د معيشت بديل، عامه پوهاوي، د تقاضا کموالي او د نشه يي توکو د کښت کموالي په برخه کې د ښو کړنو د ستاينو پروګرام د دې لامل شوى چې په يادو ولايتونو کې د کوکنارو د کښت کچه ټيټه شي.

خو هغه بيا هم وايي، په ځينو ولايتونو کې د ناامنيو لوړه کچه او د دولت د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو پراختيا د دې لامل شوې چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پروګرامونه پلي نه شي.

په افغانستان کې د نشه يي توکو ستونزه له پخوا وختونو شتون لري، خو له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې تر ټولو ډېر کوکنار په ترتيب سره په ٢٠١٤، ٢٠١٣ او ٢٠١٦ کلونو کې کرل شوي دي.

سلامت عظيمي وايي، نشه يي توکي سيمه ييزه او نړيواله ستونزه ده او مخنيوى يې هم سيمه ييزو او نړيوالو هڅو ته اړتيا لري.

هغه وايي، د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د نشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره د نړيوالې ټولنې د مرستو په تمه دى.

دا په داسې حال کې ده چې د خپرو شويو راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا ١٤ کلونو کې نړيوالې ټولنې له افغانسان سره له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې په ميلياردونو ډالره مرسته کړې ده.

 د دې مرستې کره کچه نه ده څرګنده، خو د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د ځانګړي سرڅارونکي ادارې (سيګار) راپور ښيي چې په دې برخه کې يواځې د امريکا متحده ايالتونو اته عشاريه پنځه ميليارده ډالره مرسته کړې ده.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.