ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سبزه گل: له نشه يې توکواستفاده راته په ناسور درد بدل شوى دى

سبزه گل: له نشه يې توکواستفاده راته په ناسور درد بدل شوى دى

author avatar
23 Oct 2016 - 16:01
سبزه گل: له نشه يې توکواستفاده راته په ناسور درد بدل شوى دى
author avatar
23 Oct 2016 - 16:01

شبرغان (پژواک،٢ لړم ٩٥): سبزه ګل چې له تېرو دوو کلنو راهيسې په نشه يې توکو اخته شوې ده، وايي چې لومړيو کې د نشه يي توکو له استعمال څخه يې خوند اخيسته؛ خو وروسته بيا د نشه يي توکو استفاده ورته په ناسور درد بدل شوى دى.

دا ١٨ کلنه نجلۍ د جوزجان ولايت اوسېدونکې ده، په دې تړاو چې څرنګه په نشه يې توکو اخته شوې ده؟ څه و نه ويل؛ خو زياته يې کړه :" په ناپوهۍ روږدې شوم؛ خو اوس دا چې تر درملنې لاندې يم  او له دې ستونزې به  فارغه شم او لومړي حالت ته به وروګرځم ، خوشاله يم."

د جوزجان ولايت بلې اوسېدونکې ٥٠ کلنې حليمې چې له زياتې مودې راهيسې په نشه يې توکو اخته شوې ده او اوسمهال تر درملنې لاندې ده وويل :" ما لومړي سر کې له ترياکو څخه استفاده کوله؛ خو د وخت په تېرېدو دې عادت پرمختګ وکړ او د هېرويينو په څښکولو روږدې شوم  او وروسته بيا د دوو کلنو لپاره مې ښيښه چې د بورې دانو په څېر دي او له پوډرو او هيرويينو څخه خورا خطرناک ده، استفاده وکړه."

يادې مېرمنې په دې اړه چې دا توکي له کومه ځايه ترلاسه کوي؟ وويل چې نشه يي توکي د ښار په هر ګوټ کې پلورل کېږي؛ ان ګاونډيان يې هم خرڅوي.

هغې په ډاګه کړه چې هر روز شاوخوا ٣٠٠ افغانۍ د نشه يي توکو پېرلو لپاره لګوي؛ خو ٤٠ ورځې کېږي چې تر درملنې لاندې ده او د پخوا په پرتله يې روغتيايي وضعيت سم شوى دى او اوسمهال يو څخه رغېدلې ده.

حليمې زياته کړه :" زه ځوان زامن او نجونې لرم چې اوس مهال يې په اړه فکر کوم او نه غواړم چې بيا په نشه يې توکو روږدې شم."

تواب، ٣٠ کلن ځوان چې شاعر هم دى او له تېرو ١٨ کلنو څخه نشه يې توکي کاروي، پژواک ته يې وويل :" دې پديدې زه کوڅه او بازار کې رسوا کړم؛ ترې تريخه يادونه لرم، نه غواړم چې بيا يې ژوند کې تکرار کړم."

دې ځوان چې اوس يې نشه يې توکې پرېښې دي او يو اندازه روغ شوى دى، زياته يې کړه : " نور نه غواړم له هغې کوڅې څخه تېر شم چې روږدې کسان په کې ناست وي او اوس غواړم چې د هېواد او هېوادوالو لپاره خدمت وکړم  او نور د  اعتياد  ورځو په اړه فکر و نه کړم."

نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې غواړې له دې وروسته پتمن ژوند ولرئ، زياته کړه چې د جوزجان ولايت پر نشه يې توکو د روږدو کسانو درملنې روغتون ته د تېرکال په پرتله د روږدو کسانو ورتګ ١٥ سلنه زيات شوى دى.

د جوزجان ولايت د روږدو کسانو درملنې ٥٠ بستريز روغتون  مسوول عبدالغفار خوشيوال وويل چې دغه روغتون ته  پر نشه يې توکو د اخته کسانو مراجعه د تېر کال په پرتله  ١٥ سلنه زياته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې د تېر کال شپږو لومړيو مياشتو کې ١٧٠ روږدي کسان تداوي کړي دي؛ خو د روان کال په ورته شپږو مياشتو کې دا شمېر ٢٢٠ کسانو ته لوړ شوى دى.

هغه زياته کړه چې د روان کال په شپږو مياشتو کې د درملنې شوو معتادينو له ډلې څخه ٤٠ سلنه يې ښځينه  معتادين وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.