ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو قومندان د سوېل زون د امنيت وضعيت ارزونې لپاره کندهار ته سفر وکړ

د ناټو قومندان د سوېل زون د امنيت وضعيت ارزونې لپاره کندهار ته سفر وکړ

author avatar
24 Oct 2016 - 19:45
د ناټو قومندان د سوېل زون د امنيت وضعيت ارزونې لپاره کندهار ته سفر وکړ
author avatar
24 Oct 2016 - 19:45

کندهار (پژواک ٣ لړم ٩٥): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نيکولسن، د دفاع وزير ډګر جنرال عبدالله حبيبي او د ملي امنيت لوى رييس محمد معصوم ستانکزي د يوه پلاوي په مشري کندهار ته سفر وکړ.

کندهار د هغوى د سفر موخه د سوېلي زون د امنيتي وضعيت ارزونه وه.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې هغوى نن مازيګر د دې ولايت له والي او امنيتي ارګانونو له مسوولينو سره په کندهار هوايي ډګر کې غونډه وکړه.

هغه زياته کړه، راغلي پلاوي د سوېلي زون د امنيت د لا ښه والي لپاره د کندهار له مسوولينو سره خبرې وکړې او هغوى ته يې په دې برخه کې ځينې سپارښتنې هم وکړې.

نوموړي په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل.

خو ده وويل چې د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي پلاوي ته وويل چې په دې ولايت کې د هېواد د نورو ولايتونو په پرتله امنيتي وضعيت ښه دى.

د والي په خبره، په د ولايت کې د امنيت د ښه والي راز د خلکو همکاري او د امنيتي ارګانونو تر منځ همکاري ده.

کندهار ته داسې مهال دغه لوړپوړى پلاوى سفر کوي، چې دې ولايت ته څېرمه په هلمند او اروزګان کې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ سختې جګړې دوام لري.

په دې جګړو کې د ملکي خلکو او امنيتي سرتېرو تر څنګ وسله والو ته هم د مرګ ژوبلې درانه زيانونه اوښتي او په ځينو برخو کې وسله وال توانېدلي چې يو شمېر سيمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.