جلال اباد (پژواک، ۴ لړم ۹۵): وسله والو طالبانو په تورخم کې پر يوې امنيتې پوستې بريد کړی او اته سرحدي پوليس يې وژلي دي.
په ننګرهار کې يوې امنيتې سرچينې د لړم په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو تورخم بندر ته څېرمه پر يوې امنيتې پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې اته سرحدي پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د اړوندې موضوع په اړه د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې په تورخم کې پر يوې پوستې بېګاه بريد شوی خو د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه معلومات نشته.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار چارواکي وایي چې په اچین او پچیراګام ولسواليو کې د هوایي او ځمکني بریدونو په ترڅ کې ۱۶ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د پچیراګام ولسوالۍ په پاس پچير سیمه کې د هوایي او ځمکني بریدونو په ترڅ کې د داعش لس وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
هغه زياته کړه چې په يادو عملياتو کې څلور ملکي وګړي چې د داعش ډلې له لورې ژوندي نیول شوي وو، هم د امنیتي منسوبینو د هلو ځلو په ترڅ کې ازاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
بلخوا د اچین ولسوالۍ په باندر سیمه کې د هوایي برید له امله دوه وسله وال طالبان وژل شوي.
د هغه معلوماتو له مخې، په بریدونو کې ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
د يادو بريدونو په اړه د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن