د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د وزارتونو له هرو شلو کارکوونکو درې ښځې دي

د وزارتونو له هرو شلو کارکوونکو درې ښځې دي

Oct 25, 2016 - 20:25

کابل (پژواک ٤ لړم ٩٥): تازه موندنې ښيي، چې د افغانستان د ملکي خدمتونو په برخه کې د ښځو مشارکت د ښځو ځورونې او نورو  بېلابېلو دليلونو له امله په ټيټه کچه کې دى او په ادارو کې ١٧ سلنه مېرمنې ځانونه خوندي نه بولي.

دغه راپور چې "د ښځو په وړاندې د کاري چاپېريال خنډونو تحليل او ورته وړانديزونه" تر نوم لاندې د افغانستان د ښځو چارو وزارت او د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) له لوري په دوه اونيو کې چمتو شوى، نن خپور شو.

دغه راپور د حکومت په ٢٠ ادارو کې د بشري سرچينو برخې د چارواکو په ګډون د ملکي خدمتونو له ١٧٨ کارکوونکو سره چې ١٤١ يې ښځې دي، د مرکو په ترڅ کې چمتو شوى دى.

په دغه راپور کې وړاندې شوې شمېرې ښيي، چې د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو ګډون او مشارکت په ټيټه کچه کې دى.

د راپور له مخې، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت کې د ښځو ګډون له ټولو شلو ادارو څخه ډېر (٦٠ سلنه) دى او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت کې د څلور سلنه ښځو په مشارکت سره په يادو ادارو کې تر ټولو کمه کچه تشکيلوي.

دغه راز وړاندې شوې شمېرې ښيي، چې د ښځو چارو په وزارت کې د ښځو مشارکت ٤٠ سلنه، پوهنې وزارت کې ٣٠ سلنه، عامې روغتيا وزارت کې ٢٥ سلنه، لوړو زده کړو وزارت کې ١٦ سلنه، د ښار جوړونې وزارت کې ١٦ سلنه، سوداګرۍ او صنايعو وزارت کې ١٣ سلنه، اقتصاد وزارت کې ١٣ سلنه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې ١٢ سلنه، د کانونو او پټروليم وزارت کې ١٢ سلنه، کورنيو چارو وزارت کې ٩ سلنه، ماليې وزارت کې٧ سلنه، د کليو او پراختيا وزارت کې ٧ سلنه او عدليې، له نشه يي توکو سره د مبارزې په وزارت، ټرانسپورټ او عامه ګټو وزارتونو هر يوه کې شپږ سلنه ښځې کار کوي.

که څه هم چې د ياد راپور له مخې په يادو شلو وزارتونو کې په منځنۍ کچه د ښځو ګډون ١٥ سلنه دى؛ د ښځو چارو وزيرې  دلبر نظري، د ياد راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل، اوسمهال د دولت په ټولو ادارو کې د ښځينه کارکوونکو کچه ٢٢ سلنه ته رسېږي، خو د پلان له مخې، دغه شمېر بايد تر ٢٠٢٠ زېږديز کال پورې تر ٣٠ سلنه پورې لوړ شي.

په پراخه ګډون کې د پرمختګ خنډونه

د راپور پر بنسټ، له دې جملې يې اته موارده هغه دي چې لومړيتوب ورته ورکړل شوى او دغه موارد د حکومت په وزارتونو کې د ښځو د تګ د خنډ لامل ګرځي او په مرکو کې يې مطرح کړي دي.

دغه راز په راپور کې راغلي، په وزارتونو کې نارينه کارکوونکي په دې باور دي چې د مشرتابه په برخو کې د ښځو نه شتون، د فرهنګي محدوديتونو ښکارندويي کوي،  او دغه چاره د هغوى له وړتياوو سره تړاو نه لري.

په راپور کې راغلي، په ځينو ادارو کې د ښځو لپاره د جلا امکاناتو شتون چې يو شمېر ښځو يې غوښتنه کړې، د لاس وينځلو ځاى، د لمانځه خونې، د ډوډۍ خوړلو ځاى، وړکتون، د استراحت ځاى او شېدو ورکوونکو ميندو لپاره د استراحت ځاى شامل دي.

په راپور کې وړاندې شوى چوکاټ ښيي چې د ښځو لپاره بيت الخلا يواځې له نشه يي توکو سره د مبارزې او عامه ګټو وزارتونو کې نشته او د لمانځه لپاره جلا خونه له يادو شلو ادارو څخه د پوهنې، مخابراتو، انرژۍ او اوبو، اطلاعاتو او فرهنګ او ټرانسپورټ وزارتونو کې موجوده ده.

وړکتون او د شېدو ورکوونکو ميندو لپاره د استراحت خونه يواځې د لوړو زده کړو او سيمه ييزو ارګانونو په خپلواکې ادارې کې نشته او ډوډۍ خوړولو لپاره د جلا خونې شتون له شلو ارګانونو څخه يې په يوولسو کې نشته.

د راپور په بله برخه کې راغلي، ډېرى او اکثريت (٥٤ سلنه) ځواب ويونکو ويلي، چې له نارينه کارکوونکو سره د کار پر مهال ځان راحته نه احساسوي، ٢٩ سلنه ويلي چې ځانونه نسبتاً ارامه احساسوي، خو ١٤ سلنو ويلي چې لږ راحت او يا په بشپړه توګه ناراحته احساسوي.

په راپور کې راغلي، په داسې حال کې چې ګډ کاري چاپېريال د ځواب ويونکو لپاره مهمه ستونزه نه ده، د نارينه وو همېشنۍ او دوامداره غوښتنه بيا دا ده چې ښځې بايد په کاري چاپېريال کې حجاب مراعات کړي.

سرچينې دغه راز ويلي: "دوى دغه راز ټينګار کړى، کومې ښځې چې په کاري چاپېريال کې باحجابه دي، نه يواځې د همکارانو له لوري ورته درناوى شوى، بلکې د همکارانو او سرپرستانو له کوم فشار پرته کار وکړي."

د ښځو چارو وزارت د بهرنيو اړيکو رياست کارکوونکې ذکيه نادر وايي، چې په دې وزارت کې د ښځو لپاره ځانګړې بيت الخلا او وړکتون شته او د دې وزارت ښځينه کارکوونکې پ دې برخه کې ستونزه نه لري.

خو هغه وايي چې په دې وزارت د ښځو د لمانځه او ډوډۍ خوړلو لپاره ځانګړې خونې نشته او هلته نارينه او ښځينه کارکوونکي د کار په دفتر کې هم ډوډۍ  خوري او هم لمونځ کوي.

ابراهيمي دټولو ادارو له چاروکيو غواړوي چې د ښځو لپاره هغه ځانګړۍ اسانتياوې برابرې کړي  چې اړتيا ورته لري، تر څو وکولاى شي په راحت او ډاډمن ډول خپل کار ته دوام ورکړي.

په ياد راپور کې راغلي، چې په ډېرو برخو کې د حکومت  لوړپوړو چارواکي  له جنسيتي تګلارو ملاتړ نه کوي ، د ملکي خدماتو  دشځينه کارکوونکو په منځ کې  د اړينو وړتياوو نه شتون هم د پام وړ دى او په ټوليز ډول د جنډر په برخه کې ډېرې لږ مرستې کېږي.

سرچينه زياتوي:« د دې عواملو يو ځاى کېدل سبب شوي چې ښځې ملکي خدمتونو کې د شاملېدلو لږ چانس ولري.»

په ځينو ادارو کې د پاليسيو او تګلارو نه شتون.

د ښځو چارو وزيرې وويل، د اړينو پاليسيو نه شتون، په ادارو کې د ښځو د ونډې د زياتېدو او د هغوى  د پرمختګ له عمده خنډونو بلل کېږي.

نوموړې زياته کړه، اړتيا ده چې اوسنۍ پاليسيو باندې بيا فکر وشي او اړينې پاليسۍ چمتو او عملي شي، څو په ادارو کې د ښځو لپاره د فعاليت د ودې زمينه برابره کړي.

د راپور له مخې، له يادو شلو وزارتونو څخه د ښځو د ځورونې د مخنيوي پاليسي په پنځو وزارتونو، د جنسيتي مساوات پاليسي په ١٧ وزارتونو، د وړتيا له مخې  د په کارګومارنې طرزالعمل په ټولو وزارتونو، د زده کړې او پراختيا پاليسي په ١٨ وزارتونو، د مثبت تبعيض پاليسي په ١٤ وزارتونو، د رخصتۍ پاليسي په ١٤ وزارتونو، د ځاى ناستې د روزلو پاليسي په په درېيو وزارتونو کې شتون لري خو  شکايتونو د رسېدنې طرزالعمل او د شخړو د حل کمېټې په ټولو  يادو شلو وزارتونو کې شتون لري.

د کار په چاپېريال کې امنيت

راپور ښيي چې ډېرى ښځې، په کاري چاپېريال کې ځانونه امن او خوندي احساسوي، خو له دې جملې يې ١٧ سلنه ويلي، چې دوى په کاري چاپېريال کې ځانونه په بشپړه توګه نا امنه او يا کم خوندي احساسوي.

د ښځو چارو وزېرې وويل، د څېړنې موندنې ښيي چې د حکومت په ځينو ارګانونو کې ښځې او نجونې ځورول کېږي او له همدې امله ځينې کورنۍ د خپلو نجونو د کار خنډ ګرځي.

دغه راز نوموړې ويلي، ښځې او نجونې دندې ته ده تلو پر مهال د لارې په اوږدو کې د يو شمېر کسانو له لوري ځورول کېږي، چې اړونده ارګانونه بايد په دغه برخه کې اړين ګامونه پورته کړي او د دا ډول کارونو عاملين مجازات کړي.

کابل کې د منځني طبي انسټيټيوټ کارکوونکې حسينې ابراهيمي پژواک خبري اژانس ته وويل: "زموږ د کار په ځاى کې ښځې او سړي د خويندو او وروڼو په څېر کار کوي او يوه بل ته د کورنۍ د غړو په څېر درناوى لري."

هغې زياته کړه، امکان لري په يو شمېر ادارو کې دا ډول ستونزې موجودې وي، چې ښځې په کې ځانونه خوندي نه ګڼي، خو مسوولين بايد د دا ډول ستونزې د حل په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.

وړانديزونه

د ښځو د ازار او ځورولو ضد د څرګنده عملي کوونکو کړنلارو او حکمونو رامنځته کول، په ملي او سيمه ييزه کچه د ځورولو او ازار د تطبيقي مقررې او له هغه څخه د څارنې روښانه ميکانيزم او پلان رامنځته کول، د شکايتونو د لړۍ رامنځته کول او د څارنې زياتوالى، د ښځو چارو په وزارت کې د جنسي ځورونې او ازار د شکايتونو د ثبت لپاره د انلاين وړانديزونو د صندوقونو او ټېليفونونو رامنځته کول او په حکومتي ادارو کې د جلا بنسټونو رامنځته کول؛ د ياد راپور له وړانديزونو څخه دي.

د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري په وينا، په ١٣٩٤ لمريز کال کې  د ښځو د ځورولو او ازار د مخنيوي مقررات تصويب شوي او د پلي کولو په موخه ټولو ارګانونو ته ورکړل شوي دي.

هغې وويل چې ټولې ادارې بايد د دغو مقرراتو د عملي کولو لپاره هڅه وکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement