ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وزارتونو له هرو شلو کارکوونکو درې ښځې دي

د وزارتونو له هرو شلو کارکوونکو درې ښځې دي

author avatar
25 Oct 2016 - 20:25
د وزارتونو له هرو شلو کارکوونکو درې ښځې دي
author avatar
25 Oct 2016 - 20:25

کابل (پژواک ٤ لړم ٩٥): تازه موندنې ښيي، چې د افغانستان د ملکي خدمتونو په برخه کې د ښځو مشارکت د ښځو ځورونې او نورو  بېلابېلو دليلونو له امله په ټيټه کچه کې دى او په ادارو کې ١٧ سلنه مېرمنې ځانونه خوندي نه بولي.

دغه راپور چې "د ښځو په وړاندې د کاري چاپېريال خنډونو تحليل او ورته وړانديزونه" تر نوم لاندې د افغانستان د ښځو چارو وزارت او د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) له لوري په دوه اونيو کې چمتو شوى، نن خپور شو.

دغه راپور د حکومت په ٢٠ ادارو کې د بشري سرچينو برخې د چارواکو په ګډون د ملکي خدمتونو له ١٧٨ کارکوونکو سره چې ١٤١ يې ښځې دي، د مرکو په ترڅ کې چمتو شوى دى.

په دغه راپور کې وړاندې شوې شمېرې ښيي، چې د ملکي خدمتونو ادارو کې د ښځو ګډون او مشارکت په ټيټه کچه کې دى.

د راپور له مخې، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت کې د ښځو ګډون له ټولو شلو ادارو څخه ډېر (٦٠ سلنه) دى او د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت کې د څلور سلنه ښځو په مشارکت سره په يادو ادارو کې تر ټولو کمه کچه تشکيلوي.

دغه راز وړاندې شوې شمېرې ښيي، چې د ښځو چارو په وزارت کې د ښځو مشارکت ٤٠ سلنه، پوهنې وزارت کې ٣٠ سلنه، عامې روغتيا وزارت کې ٢٥ سلنه، لوړو زده کړو وزارت کې ١٦ سلنه، د ښار جوړونې وزارت کې ١٦ سلنه، سوداګرۍ او صنايعو وزارت کې ١٣ سلنه، اقتصاد وزارت کې ١٣ سلنه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې ١٢ سلنه، د کانونو او پټروليم وزارت کې ١٢ سلنه، کورنيو چارو وزارت کې ٩ سلنه، ماليې وزارت کې٧ سلنه، د کليو او پراختيا وزارت کې ٧ سلنه او عدليې، له نشه يي توکو سره د مبارزې په وزارت، ټرانسپورټ او عامه ګټو وزارتونو هر يوه کې شپږ سلنه ښځې کار کوي.

که څه هم چې د ياد راپور له مخې په يادو شلو وزارتونو کې په منځنۍ کچه د ښځو ګډون ١٥ سلنه دى؛ د ښځو چارو وزيرې  دلبر نظري، د ياد راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل، اوسمهال د دولت په ټولو ادارو کې د ښځينه کارکوونکو کچه ٢٢ سلنه ته رسېږي، خو د پلان له مخې، دغه شمېر بايد تر ٢٠٢٠ زېږديز کال پورې تر ٣٠ سلنه پورې لوړ شي.

په پراخه ګډون کې د پرمختګ خنډونه

د راپور پر بنسټ، له دې جملې يې اته موارده هغه دي چې لومړيتوب ورته ورکړل شوى او دغه موارد د حکومت په وزارتونو کې د ښځو د تګ د خنډ لامل ګرځي او په مرکو کې يې مطرح کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.