د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بلخ کې د قانون نه پلي کېدو له امله ښځې عدالت ته لاسرسی نه لري

په بلخ کې د قانون نه پلي کېدو له امله ښځې عدالت ته لاسرسی نه لري

Oct 25, 2016 - 18:39

مزارشريف (پژواک، ۴ لړم ۹۵): په بلخ کې د ښځو د حقوقو د ترلاسه کېدو په برخه کې فعالې مېرمنې وايي، په دغه ولايت کې د قانون نه پلي کېدل او بېځايه رواجونو له امله ښځې عدالت ته لاسرسی نه شي پيدا کولی.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د لړم په ۴مه، د افغان مېرمنو شبکې له خوا په تېرو ۱۶ کلونو کې د ښځو، سولې او امنيت په تړاو سيمينار جوړ شو.

د دغه سيمينار ډېری ګډونوالې مېرمنې وې، چې په عمومي توګه يې ښځې خپل حقوقو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخامخ وبللې.

د ياد سيمينار ګډونوالې او مدني فعالې مېرمن نيلوفر سيار پژواک خبري اژانس ته وويل، په ټولنه کې د بېځايه شته رواجونو له امله ښځې له عدالت څخه بې برخې شوې دي.

هغه وايي: ((لا هم د افغانستان ټولنه مرد سالاره ده، نو مېرمنو ته په کې په هغه سترګه نه کتل کېږي، کوم چې يې حقوقي حق دی.))

نوموړې همدا راز د قانون نه پلي کېدل، عدالت ته د ښځو د نه لاسرسي عمده لامل وګاڼه.

نيلوفر وويل، افغانستان د ښځو د حقوقو د لاسرسي په برخه کې ښه قانون لري؛ خو د نه عملي کېدو له امله يې ګټه له نشت سره برابره ده.

د بلخ اوسېدونکې او مدني فعاله مېرمن شکېبا موحد بيا عدالت او حقوقو ته د ښځو د نه لاسرسي درې لاملونه په ګوته کوي.

نوموړې ناامني، د سنتي ټولنې رسمونه او رواجونه او د قانون نه پلي کېدل، خپلو حقوقو ته د ښځو د نه رسېدو عمده لاملونه ښيي.

د ياد سيمينار تنظيموونکې او د افغان مېرمنو شبکې مسوولې معصومې رحيمي پژواک ته وويل، له ياد سيمينار څخه يې د ښځو د حقوقو او په تړاو يې د خلکو د خبرېدو په اړه بحث کول وو.

نوموړې زياته کړه، د تېرې لسيزې له فعاليت سربېره لا هم ډېره اړتيا ليدل کېږي، چې دولت او خلک د ښځو د حقوقو د لاسرسي په برخه کې جدي کار وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement