ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داعش جوزجان کې يو ملاامام په ډزو وواژه

داعش جوزجان کې يو ملاامام په ډزو وواژه

author avatar
26 Oct 2016 - 20:43
داعش جوزجان کې يو ملاامام په ډزو وواژه
author avatar
26 Oct 2016 - 20:43

شبرغان (پژواک،٥ لړم ٩٥): جوزجان ولايت کې امنيتي چارواکي وايي چې داعش ډلې ته اړوند کسانو د جومات يوملاامام په ډزو وواژه.

د جوزجان ولايت امنيه قوماندانۍ امنيت امر عبدالحفيظ خاشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې مولوي محمد نبي د درزاب ولسوالۍ د قزل غوچ کلي د جومات ملاامام، مدرس او خطيب و.

نوموړي زياته کړه :" کومو کسانو چې دا ملاامام وژلى دى د سيمې خلکو ته يې ويلي دي چې نوموړي له څو ښځو سره نامشروع اړيکې درلودې او کم عمره هلکان يې لواطت ته اړ اېستل."

خاشي وويل چې دا ملاامام نن دسهار له لمانځه  ادا کولو څخه وروسته  له جومات څخه د وتو په حال کې و چې د داعش ډلې يو ډلمشر قاري حکمت کسانو له لوري په ډزو ووېشتل شو او ځاى پرځاى يې ساه ورکړه.

د ياد امنيتي چارواکي معلوماتو له مخې، د ياد ملاامام مړى نن غرمه د نوموړي کورنۍ ته وسپارل شو او موضوع د امنيتي ځواکونو له لوري ترڅېړنې لاندې ده.

د قزل غوچ کلي اوسيدونکي سميع الله وويل چې د مولوي محمد نبي اخلاقي فساد په تړاو څه نه پوهېږي او وژل شوي تن له " داملاحميد" يو بل ملاامام سره له څه مودې راهيسې د جومات پرامامت دعوا درلوده.

هغه زياته کړه :" داملاحميد ادعا کوله چې مولوي نبي دې قزل غوچ کلې کې له امامت څخه لاس په سر شي او بل ځاى کې دې امامت وکړي هغه نه وه منلې او له څه مودې راهيسې داملاحميدالله دداعش ډلې په ليکو کې فعاليت کوي او نن سهاريې مولوي نبي وواژه."

هغه وويل :" مولوي نبي، زموږ دکلي جومات امامت ترڅنګ، زموږ ماشومانو ته ديني زده کړې ورکولې."

د درزاب ولسوال رحمت الله حشر وويل چې مولوي نبي او داملا حميدالله له پخوا خپلو کې ستونزې درلودې او کوم چا چې مولوي نبي وژلى دى د سلفي ډلې سره اړيکه لري.

حشرزياته کړه چې مخکې د يادو دواړو ترمنځ د ځينو دينو موضوعاتو په هکله بحث شوى و او هغوى پر ديني قضيو خپلو کې اختلاف پيدا کړى و، په ډېر احتمال ښايي چې د داملاحميدالله له لوري د وژل کېدو يو لامل يې  همدا وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.