ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: میدان وردګو کې د طالبانو له خوا د کابل- کندهار تړل شوې لاره بېرته پرانيستل شوې

چارواکي: میدان وردګو کې د طالبانو له خوا د کابل- کندهار تړل شوې لاره بېرته پرانيستل شوې

author avatar
26 Oct 2016 - 11:57
چارواکي: میدان وردګو کې د طالبانو له خوا د کابل- کندهار تړل شوې لاره بېرته پرانيستل شوې
author avatar
26 Oct 2016 - 11:57

غزني ښار (پژواک، ٥ لړم ٩٥): د ميدان وردګو ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې د کابل- کندهار لاره بېرته د ترافيکو پر مخ پرانېستل شوې ده.

د ميدان وردګو والي ځنډي ګل زماني د لړم پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د سيداباد ولسوالۍ په شاطورو سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوی او يو بل ټپي دی.

هغه وايي چې اوسمهال سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او طالبانو له سيمې پر شا کړي دي.

هغه زياته کړه: ((د طالبانو دېرش موټرسايکل او ١٤ پېکپ موټر د غزني زنخان خوا ته وتښتېدل.))

زماني وايي چې په جکړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د يو طالب جسد په سيمه کې پاتى دى.

ده وويل چې اوسمهال امنيتي ځواکونه په سيمه کې دي او لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوې ده.

خو د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل پژواک ته وويل چې دا مهال ياده لاره د ملي اردو ځواکونو له لوري تړل شوې ده.

هغه زياته کړه: ((امنيتي ځواکونو ځکه دغه لاره بنده کړى څو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړوي.))

ده وويل چې سهار شاوخوا څلور سوه طالبانو په سيداباد ولسوالۍ بريد کړى او غوښتل يې له هغې لارې په مرکز ميدان ښار هم بريدونه وکړي.

منګل وايي چې طالبانو په شاتور سيمه کې يو لوى پول هم بمونو الوځولى دى خو اوسمهال سيمه د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده.

وسله وال طالبان هم ياد شوي بريدونه تاييدوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.