باميان (پژواک، ٦ لړم ٩٥): د لوړو زده کړو وزارت د٩٥ ميليون افغانيو په لګښت د باميانو پوهنتون د نجونو ليليې ودانۍ جوړوي.
د باميانو والي محمدطاهر زهير نن ددې ودانۍ د بنسټ ډبرې ايښودو پرمهال وويل، هيله ده چې دغه ليليه د باميانو پوهنتون د محصلو نجونو د اوسېدو ستونزه حل کړي.
هغه زياته کړه: "د باميانو په پوهنتون کې له ١٥٠٠ زياتې محصلې نجونې زده کړې کوي، چې د يادې ليليې په جوړېدو سره به نيمايي محصلې په نوې او پخوانۍ ليليه کې ځاى پر ځاى شي.
د باميانو والي وويل، چې ياده ودانۍ په څلورو پوړونو او د باميانو نوي پوهنتون ترڅنګ په اساسي او پاخه ډول جوړيږي، چې ٦٠ خونې به ولري.
د باميانو ولايت د کرنې پوهنځي يوې محصلې فاطمې پژواک ته وويل، چې د نجونو لپاره د ليليې نشتون يوه جدي ننګونه ده او کوم محصلين چې د باميانو پوهنتون ته بريالي کېږي نو يا تعجيل اخلي او يا هم ځانونه نورو پوهنتونونو ته تبديلوي.
هغې وويل: "هيله منده يم چې ياده ليليه به د يو شمېر محصلينو ستونزې حل کړي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن