ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په پچیراګام کې ۳۳ وسله وال وژل شوي

د ننګرهار په پچیراګام کې ۳۳ وسله وال وژل شوي

author avatar
27 Oct 2016 - 11:11
د ننګرهار په پچیراګام کې ۳۳ وسله وال وژل شوي
author avatar
27 Oct 2016 - 11:11

جلال اباد (پژواک، ٦ لړم ٩٥): چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر ضد پيل شوو عملياتو په ترڅ کې ٣٣ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګډو امنيتي ځواکونو د "شاهين شل" په نوم په پچيراګام ولسوالۍ کې پرون عمليات پيل کړي دي.

هغه زياته کړه چې د دغو عملياتو پر مهال د ځمکنيو او هوايي بريدونو په ترڅ کې د داعش ٣٣ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم په يادو عملياتو کې داعش وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې ترڅنګ د هغوى د پنځو پتنځايونو او يو ميل دهشکې د له منځه وړو خبر ورکړ.

د نوموړي په وينا، اوس هم په ياده سيمه کې د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې عمليات دوام لري او تر دې مهال ډېرې سيمې ترې پاکې شوې دي.

خوږياڼى وايي چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، يوه اونۍ مخکې داعش وسله والو د پچيراګام ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو بريدونه وکړل، يو شمېر ملکي وګړي يې ووژل او د لسګونو ملکي وګړو کورونه يې وسوځول.

د دغو جګړو له امله له پچيراګام ولسوالۍ څخه سلګونه کورنۍ بې ځايه شوي دي، چې پرون ورسره د ولايت مقام له خوا د مرستو لړۍ پيل شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.